کور / تازه خبرونه / ملاضعيف ددولت اوطالبانو ترمنځ خبري ردكړي

ملاضعيف ددولت اوطالبانو ترمنځ خبري ردكړي

  ملاعبدالسلام ضعيف چي دطالبانو دواكمنۍ پر مهال  په اسلام اباد كې دطالبانو سفير و دهغو اوازو په اړه چې گواكې طالبانودسعودي عربستان په منځگړي توب دافغان دولت سره خبري كړي او ده هم پكي گډون درلود رد كړي ، ملاضعيف وايې دي  مولي ارسلا رحماني او مولي متوكل دعمري داداكولو په نيت  سعودي عربستان ته بلل شوي و او دروژي په ۲۹ دعربستان پاچا ورته دروژه ماتي بلنه وركړي وه، دده په وينا په دغه ناسته كې چې  فضل هادي شينواري هم پكي  برخه لرله  په هيڅ صورت سره دافغانستان په اړه خبري وه نه شوي ، ملا عبدالسلام ضعيف په داسي حال كې دا خبري كوي چي دتيرو څو ورځو راهسي په رسنيو كې دطالبانو اودولت ترمنځ دخبرو گنگوسي خپري شوي وي او حتا ځينو رسينو خو دطالبانو شرطونه هم دبهرنيو ځواكونو وتل، په اساسي قانون كې تغير او دديرلسو وولايتونو كنټرول هم رابرسيره كړي وو.