کور / تازه خبرونه / دزابل دولتي چارواکي د٥٠ طالبانودوژلو عدا کوي

دزابل دولتي چارواکي د٥٠ طالبانودوژلو عدا کوي

دزابل په دخاک افغان اوارغنداب ولسوالیو ترمنځ سیمه کي تر پينځوسوزيات وسلوالو ‌طالبانو وژلي .داخبره دسه شنبي په ورځ دزابل مرستيال والي ګلاب شاه علي خيل لراوبر ته وکړه نومړي وويل دغه عمليات يي دبهرنيوځواکونوسره په ګډه کړي دي
دزابل مرستيال والي ګلاب شاه عي خيل وايي هغه عمليات چي دبهرنيوځواکونوسره يي په ګډه ددي ولايت په یاشویو ولسوالي کي کړي له امله ددپه وينا تر پينځوسوزيات وسلوال طالبان وژل شوي
نوموړي زياتوي چي دعملياتو پر مهال يي دمخاليف لوري څخه يوه اندازه سپکه او درنه وسله لاسته لويدلي ده قاري يوسف احمدي چي ځان دطالبان وياند بولي په دغه عملياتو کي دخپلو جنګياليو وژل رد کړل .نوموړي وويل په همدي شپه يي په ياده سیمه کي پر بهرنيو اوکورنيو سرتيرو بريد کړي او ١٢تنه يي وژلي دي . قاري يوسف دزابل د شاجوي ولسوالي په تازي نومه سيمه کي هم په يوه بله نښته د١٤نوروسرتيرودوژلو اعداکوي .خوددي ولايت امنيتي چارواکي داعدا بي بنسټه بولي .ديادوني وړده چي دارغنداب اوخاک افغان دزابل هغه غرنۍ ولسوالۍ دی چي وخت ناوخته تري دووسلوالو بريدونوراپورونه راځي چارواکي وايي ددي ستونزي لو ي علت په نوموړي ولسوالي کي دوسلوالو مخاليفينو دپټن ځايونو شتون دي