کور / تازه خبرونه / خوست: له مرکز سره به يوه بله ولسوالي هم په پاخه سړک ونښلول شي

خوست: له مرکز سره به يوه بله ولسوالي هم په پاخه سړک ونښلول شي

د خوست له مرکز څخه د دغه ولايت په شمال کې د منګلو د موسى خيلو او قلندر ولسواليو پر لور په غځيدلي سړک د پخولو کار پيل شو.
 خوست والي ارسلا جمال په همدې اړه جوړې غونډې ته وويل چې نوموړى سړك پېنځه كيلومټره پخوا  پوخ شوى او دوه ويشت كيلو متره اوس پخيږي.
ده وويل، چې پر دغه سړك  به د خوست ولايتي بيارغونې ډلې له خوا دوه سوه  څلوېښت مېليونه افغانۍ ولګول شي.
 والي وويل چې تېر كال يې په خوست كې ۱۲۰ كيلو متره سړكونه پاخه كړي، چې له برکته يې خوست په دريو لارو له ډېورېنډ پولې  او ګڼ شمېر سيمې او ولسوالۍ يې له مركز سره نښلولي دي.
والي جمال پر ځينو وزارتونو نيوكه وكړه چې خوست ته، د افغانستان د نورو سيمو په څېر پاملرنه نه كوي، خو د ځايي ادارې فعاليتونو بهرنيان دې ته اړ كړي، چې په خوست كې د بيارغونې بهير روان وساتي.
ده په ځانګړې توګه دغه تور د كرنې، فوايد عامې، اوبو او برېښنا او له مخدره توكو سره د مبارزې پر  وزارتونو ولګاوه.