پنتاګون : یا به عسکر راکوی یا پیسې !
رویټر د واشنګټن څخه خبر ورکوي چی امریکا پر ناټو او جاپان ږغ کړی چی د افغانستان د جنګ لپاره به پوځیان راکوﺉ ، که نه نو اقلأ ۱۷ بلیونه ډاله به راکوی تر څو موږ افغان اردو په جوړه کړو . د پنتاګون مطبوعاتی ویندوی جیوف موریل وویل چی زموږ جنګی مصارف هلته خورا ګران تمامیږی حال دا چی د افغان ملی اردو لخوا هغه بیخی ارزانه کېدای سی نو ځکه باید موږ ژر تر ژره دا اردو تکمیل کړو چی د دې بشپړتیا لپاره لږ تر لږه اوولس بلیونه ډالره باید راکول سی . ده زیاته کړه چی که څوک پوځیان نه راکوي نو هرومرو باید چیکان راکړي چی موږ یې په بانک کی نغد کړو . څېړونکي وایی چی اروپایان او جاپان د امریکا سره پدې « وجنګېږه او مړ سه » بهیر کی د پوځیانو د ورکړي څخه ځانونه سپموی نو ځکه مجبور دي چی پیسې ورکړی .