کور / تازه خبرونه / نواز شریف د کابل او طالبانو منځګړتوب کوي

نواز شریف د کابل او طالبانو منځګړتوب کوي

د پاکستان نیوز ورځپاڼي نن ولیکل چی د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د سعودی عربستان په غوښتنه غواړی د کابل او طالبانو تر منځ د پخلاینی او د افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو د وتلو لاری ولټوی . شریف همدا اوس په سعودی عربستان کی دﺉ چی پاچا عبدالله په همدې غرض وربللی و . هغه پسله دوو هفتو څخه سبا پاکستان ته ستنیږی . ویل کیږی چی نواز شریف د سولی د استقرار په دې بهیر کی د « پُل » رول ادا کوی . منابع وایی چی پاکستان ، افغانستان ، سعودی عربستان ، انګلستان او طالبان پدې پروسه کی دخیل دي خو طالبانو دا ګډون رد کړی دﺉ .