کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د یوې باوري سرچینې په حواله لیکلي دي چې د اونۍ تر پایه پورې په کابینه کې بدلون اعلانیږي.

ورځپاڼه د موضوع په دوام لیکي چې دا بدلونونه به په ځینو وزارتونو او ولایتونو کې راوستلې شي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دې وینا ته ځانګړې کړې چې د افغانستان روانه لانجه په پوځي لاره نشي هواریدلې.

ورځپاڼې د کې آیډي په نقل وړاندې لیکلي چې په افغانستان کې د سیاسي ثبات لپاره دې د اساسي قانون په رڼا کې له نورو ښکیلو اړخونو سره جوړ جاړې  وشي.

ویسا پخپله سرمقاله کې د افغانستان لپاره د برطانیې د سفیر او ددغه هیواد د یو جګ پوړي قومندان په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او پوښتنه یی کړې چې ایا د ترهګرۍ جګړه ناکامه ده.


د هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په یو څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره د ملي یوالي په اړتیا ټینګار کړې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د رسنیو په دندو تبصره کړې او لیکلي دي چې دوې باید د بې ځایه تورونو د لږولو پر ځاې واقعتونه خپاره کړي.

ورځپاڼې دا خبر هم ورکړې دې چې اټالیا په کابل کې  څلور روغتیایي کلینیکونه جوړوي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د ځینو برطانوي چارواکو په حواله لیکلي دي چې طالبان دې د افغانستان د راتلونکې د یوې برخې په توګه ومنلې شي

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د روانې لانجې پړه په ملګرو ملتونو اچولې او لیکلي دي چې دغه سازمان په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هیڅ ندي کړي.

ارادې په یو بل مطلب کې افغانستان ته د پاکستاني کډوالو د راتګ بهیر څیړلې او د الجزیرې د ټلویزیوني شبکې د یو رپورټ په استناد یی لیکلي دي چې په تیرو څو میاشتو کې شاوخوا شل زره پاکستانیان افغانستان ته اوښتي دي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې هم د افغانستان په کابینه کې د ممکنه بدلونونو په اړه یو مطلب خپور کړې خو لیکلي دي چې دا کار به د کوم درد دوا شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د لوږې او بیوزلۍ په روان بحران تبصره کړې او پدې ترڅ کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو مسله هم سپړلې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د برطانوي چارواکو د څرګندونو په ځواب کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي چې د افغانستان حالات دومره هم خراب ندي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو او پیښو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان ددفاع د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او پدې ترڅ کې د ثبات په ټینګښت کې د ملي اردو رول څیړلې دې.

خو اصلاح بیا په یو مطلب کې په افغانستان کې د بیارغونې په کارونو کې د هندي کمپنیو هڅو ته کتنه کړې او لیکلي دي چې ددوې سرښندنې به هیرې نشي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په روانو ستونزو تبصره کړې او هغه يې د دوه مخه دوستانو د کړنو پایله بللې ده.

دې ورځپاڼې هم د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په نقل لیکلي دي چې ځینې ډلې د افغانستان حالاتو ته خرابه جلوه ورکوي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر هم ورکړې دې چې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د راې ورکوونکو د نوم لیکنې پهیر پیل شو.


او د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د سي ان ان ټلویزیوني شبکې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې په مکه کې د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې سمبولیکې وې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د عربې ژبې یوې ورځپاڼې دا وینا راغستې چې امریکا له افغانستان د تیښتې په حال کې دې.

او ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په تیرو اوو کلونو پیښو تبصره کړې او پدې موده کې د نړیوالې ټولنې هڅې ناکامه بللې دي.