کور / تازه خبرونه / پكتيا : ۳ ورځنی وركشاپ پيل شو

پكتيا : ۳ ورځنی وركشاپ پيل شو

دغه مشورتي وركشاپ جنوب ختيځ زون كې نن پيل شو ، چي پكې د جنوب ختيځ زون څلور ولاياتو ، دولتي او غير دولتي چارواكو ، قومي مشرانو ، انكشافي او قومي شوراكانو ، د ولايتي شورا استازو او ښاروالانو برخه اخيسي وه .

د پكتيا دوالي وياند روح الله سمون وويل : د سيمه ايزو ارګانو د خپلواكي اداري د تګلاري د مسودي دغه وركشاپ چي موخه يي له خلكو او چارواكو سره سلا مشوره ده په پام كي ده چي درې ورځي به دوام ولري.

سمون زياته كړه : په دي وركشاپ كي د سيمه ايزو ارګانو كاري پروسيجر تشريح كيږي او د چارواكو صلاحيتونه او مسئوليتونه ورته په ګوته كوي.

د پكتيا ولايت د ولايتي شوار رئيس ښاغلي مياخيل ځاځي دا وركشاپ با ارزښته وباله او زياته يي كړه چي د دي تګلاري ښيګڼه په دي كي ده چي په هره پريكړه كي يې ولس ته مراجعه شوي.