کور / تازه خبرونه / چارواكي: ۱۵ وسلوال طالبان ووژل سوه او ۶ژوبل

چارواكي: ۱۵ وسلوال طالبان ووژل سوه او ۶ژوبل

پرون سهار دهلمندولايت په نادعلى ولسوالى كى دوسلوالوطالبانواوپوليسوترمينځ سخته جګړه موښتى چى دچارواكوپه خوله وسلوالوطالبانوته يي سخته مرګ ژوبله اړولى .

دغه جګړه تيره سهاردپوليسواووسلوالوطالبانوترمينځ موښتى چى دجګړى په ترځ كى پنځلس تنه وژل سوى اوشپږ ژوبل سوى دى دغه خبره دهلمندولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وكړه نوموړى وويل چى دنادعلى ولسوالۍ په سيمه كى پوليس په ګزمه بوخت وه چى دوسلوالوطالبانوله لوري ورباندى ډزى سوى شيرزادوايي چى دپوليسودسخت مقاومت وروسته په جګړه كى پنځلس وسلوال طالبان وژل سوى اوشپږ ژوبل سوه نوموړى وويل چى په دغه جګړه كى پوليسوته كوم زيان نه دى رسيدلى نوموړى زياته كړه چى دتيري ورځى راپه دى خواتراوسه په سيمه كى ډزډوز روان دى .

خووسلوال طالبان خپل لوري ته مرګ ژوبله نه منى قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانووياند معرفى كوى ديوناڅرګند ځاى څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى دتيري ورځى په جګړه كى يوطالب هم نه دى وژل سوى .

آه خوا ځايي خلك بياوايي چى تيره ورځ دنادعلى په شاوخواسيمه كى دالوتكوله لوري دبمباري ږغونه هم اوريدل كيدل خوپه هلمندولايت كى دميشتوايساف ځواكونووياند او حكومتى چارواكودبمباري په اړه څه نه دى ويلى .