کور / تازه خبرونه / اېران د امريكايي پوځيانو الوتكه په زوره كښته كړه

اېران د امريكايي پوځيانو الوتكه په زوره كښته كړه


د فارس خبري آژانس په وينا اېران وروسته له هغه يوه نا آشنا الوتكه په زوره كښېنوله چي په ناقانونه توګه د دوى له فضا څخه تېرېده.
آژانس د اېران د هوايي ځواك د يوه چارواكي له خولې خبر وركوي چي دغه الوتكه له تركيې څخه د اېران خوا ته بېله اجازې را اوښتې وه، چي تر كښېناستلو او له عملې څخه تر تحقيقاتو وروسته يې خوشي كړې ده.
خبر زياتوي چي په الوتكه پنځه امريكايي پوځيان هم ناست وه چي ويل يې افغانستان ته ځي او تر پوښتنو ګروېږنو وروسته يې الوتكه افغانستان ته شړلې ده.
د امريكا د دفاع وزارت پنټاګان د خبر تر خپرېدو وروسته په دې اړه ناخبري ښودلې، خو يوه عربي تلوېزون هم د فارس خبري آژانس پورتنى خبر تائېد كړ او وايي چي دغي الوتكي په هنګري هيواد پوري اړه درلوده چي د پنځو امريكايي پوځيانو ترڅنګ درې نور كسان هم پكښي ناست وه.