کور / تازه خبرونه / امريکايي قاضي د چينايي مسلمانانو د خوشي کولو امر کړی

امريکايي قاضي د چينايي مسلمانانو د خوشي کولو امر کړی

د امريکا يوې محکمې د هغه ۱۷ چينايي مسلمانانو د خوشي کولو او امريکا ته د تګ  امر کړی چې د امريکا له خوا په ګوانتنامو کې بنديان وو.


دا بنديان په ګوانتامو کې له ۷ کلونو راهيسې  شپې ورځي تيروي. دوی درې کاله وړاندې بې ګناه پيژندل شوي وو خو څلور کاله يې له دې کبله په بند کې تېر کړل چې دوی نه غوښتل چين ته ستانه شي. د بشري حقونو يو استازي او د دې بنديانو وکيل خبريالا نو ته وويل چې بنديان ويريږي چې د چين حکومت به د دوی سره ښه چلند ونه کړي.  


د يادونې وړ ده چې  د چين په لويديځه برخه کې ګڼ شمير مسلمانان اوسيږي  او د چين حکومت يې په دې تورنوي چې امريکايان ورسره د چين څخه د خپلواکۍ د اخيستلو لپاره مرستې کوي.  


په واشنګټن کې قاضي ريکارډو اربينا په دولت غږ وکړ چې بې له ځنډه دې دغه خلک راخوشي او په امريکا کې د ژوند کولو حق ورکړل شي. کله چې د حکومت مدافع وکيلانو د قاضي څخه د يوې اونۍ وخت وغوښت تر څو د امريکا د بهرنيوو چارو او پناه ورکوونې  ادارې په امريکا کې د دغه  بنديانو د هستوګني په اړه قانوني څيړني وکړي، قاضي اربينا په قهر شو او وي ويل. ))زه دا حکم کوم چې دغه راتلونکو کسانو ته دې زر تر زره د اوسيدو زمينه برابره شي. زه نه غواړم چې هغوی نور په تکليف شي.((


د سي،اين،اين  د يو خبر له مخې دا بنديان  هغه خلک دي چې په افغانستان کې وو او د طالبانو د حکومت له ړنګيدو وروسته  پاکستان ته  لاړل. د پاکستان حکومت  دوی په دې نامه چې د ترکمنستان اسلامي تحريک سره تړاو لري،  د امريکا پوځ ته وسپارل.