په اسلامي ټولنه کښې پر ماشومانو جنسى تيرى
د څوکالونو راهيسي په افغانستان کښې کښې يو ډير بى شرمه او وحشي کار چي انسانيت تيرنفرت کوي او ټولنه د بدبختيو سره مخامخ کوي پر ماشومانو جنسى تيرى دي چي کيږي اسلام هغه دين دي چي انسان ته دالفت ميني او محبت درس ورکوي اسلام ورورولي ده اسلام پر يو بل باندي رحم دي اسلام اخلاق دي اسلام هيڅکله هم دا اجازه نه ورکوي چي پريو انسان باندي ظلم او زياتي وکړي په افغانستان کښې يو ډول خلک چه اصلاً دافغانستان او دافغانانو ورورنو دښمنان دي هغوي داسي کرغيړن او کرکجن کارونه کوي چي دافغانستان او افغانانو نوم خو څه کوي چي اسلام د بدنامولو کوښښ کوي هغوي په اسلامي ټولنه Ú �ښې داسى د بدبختيواو نفرتونو څخه ډک کارونه کوي چي د انسانيت او ادميت څخه لري دي سوال دا پيداکيږي چه دغه خلک څوک دي ؟
او ولي داسى وحشي کارونه کوي ؟ او حکومت ولي د دوي په مقابل کښې خپل عکس العمل نه ښايى؟ يو ځل نه بلکي په بار بار داکارونه دهيواد په مختلفو ولايتونو کښې ترسره شول مګر نه د هغه ولايت خلکو او نه د حکومت چارواکو هغو کسانو ته داسى جزا ورکړه چي ټول بشريت ته د عبرت لامل شي څو ورځي مخکي د زابل په ولايت کښې په يو پنځه کلن ماشوم جنسى تيري شوي ؤ او وروسته د هغي څخه بيا هغه وژل شوي ؤ کله چي ډاکټر هغه معاينه کړ نو وي ويل چي ماشوم باندي جنسي تيري شوي او وØ
�وسته يي مړکړي يو زابل نه بلکي د زابل‡ شمول د هيواد په بيلا بيلو ولايتونو لکه سرپل ، جوزجان ، کندز، کابل په ولايتونو کښې هم په تنکيو معصومو ماشومانو د ځينو وسله والو او زورواکو له خوا وحشيانه جنسى تيري کيږي چي دغه ناوړه او شرموونکي عمل نه يوازي دافغانانو شمله ټيټوي بلکي داسلام نوم ته هم زيان رسوي .
په ماشومانو جنسى تيري ترټولو کرغيړن او کرکجن عمل دي چي د دي جرم مرتکبينو ته ان په غير اسلامي هيوادونو کښې هم ترټولو سخته سزا ورکول کيږي او عاملينو ته يي خلک تل د کرکي او نفرتونو نه په ډکو سترګو ګوري دا فعل نه يوازي په افغانستان کښې بلکي د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کښې ترسره کيږئ د دي عاملينÙ ˆ ته بايد د عبرت څخه ډکه سزا ورکړي چي ترڅو بل داسي کس دغه ناوړه عمل ته زړه ښه نکړي د دوي په محاکمه کښې بايد حکومت او خلک مستغنيان نشي افغانستان يو اسلامي هيواد او خلک يي هم ټول مسلمانان دي نو دوي ولي د داسي جرم مرتکبينو ته قانوني جزا نه ورکوي تر څو دنورو خلکو د عبرت سبب شي که چيري دغو سخت زړو وحشيانو ته د خپلو عملونو سزا ورنه کړل شي نو دا ښکاره خبره ده چي دغه وحشي او د شرم څخه ډکه پديدي لمن بۀ د هيواد ګوټ ګوټ ته ورسيږي او ټولنه به لا د بدبختيو او نفرتونو کندى سره مخامخ شي.
افغانستان يوازاد او خپلواکه هيواد دي په افغانستان کښې اساسي قانون هم شته خو لÙ ‡ بده مرغه دقانون تطبيق کوونکي چه ځان�ه د خلکو خدمتګاران او خواخوږي بولي پدغو ناروا او نه بښوونکو جرمونو کښې لاس لري دهيواد عدليي قضايي او امنيتي ارکان بايد نور پدي برخه کښې خپل ځآنونه مستغنيان نکړي واقعيتونه په نظر کښې ونيسي د وحشي زور واکو تر اغيزي لاندي رانشي او قانون په ټولو مجرمانو باندي تطبيق کړي تر څو زمونږ ټولنه له شر ، فساد او نورو بدبختيو څخه وژغورل شي .