کور / تازه خبرونه / امریکایی جنرال : موږ باید د طالبانو سره خبری وکړو

امریکایی جنرال : موږ باید د طالبانو سره خبری وکړو

فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی په عراق کی د امریکایی ځواکونو لوی قوماندان او د امریکا لوی درستیز کېدونکی جنرال ډیویډ پترس وویل چی دا کوښښ جاری دﺉ چی امریکا د طالبانو سره خبری اتری وکړي . ده زیاته کړه چی « غواړم په دې شپو ورځو کی پر ماین لړلې منطقه ورسم ، خو په پټو سترګو په ور ګډ نه سم … زه په دې فکر سوﺉ یم چی باید نور نو د خپلو دښمنانو سره خبری اتری وکړو .» ده زیاته کړه چی پدې هکله « څه سیمه ییز فعالیتونه هم روان دي » چی مطلب یې د حامد کرزي لخوا د سعودی پاچا څخه د منځګړتوب غوښتنه وه . تېره هفته په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو لوی قوماندان جنرال مک کایرمین هم عینأ نرمښت څرګند کړی و ، حتی د ملا محمد عمر سره یې هم روغه جوړه نه وه رد کړې . ده د دې پوښتنی په ځواب ګی چی څنګه د هغه سړي سره روغه جوړه ممکنه ده چی اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه ، ویلی وو چی « زما په فکر دا یوه سیاسی فیصله ده او هغه به باالاخره د سیاسی مشرتابه لخوا کیږی .» څېړونکي وایی چی امریکا تدریجأ دغه اعتراف ته را کښته کېدونکې ده چی افغانان ( طالبان ) په جنګ نه سی ماتېدای .