کور / خبرتیا او پيغامونه / د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر خبرتیا

د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر خبرتیا

میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر خپلو ټولو غړو او افغان میرمنو ته خبر ورکوي چې دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر اوونیزې غونډې چې د کوچني نیکمرغه اختر په مناسبت ځنډول شوې وې د روان کال د تلې میاشتې په ۲۰ نیټه بیرته پیلیږي.

را تلونکې غونډه له پلان سره سم دشنبې ورځې د۱۳۸۷ کال د تلې میاشتې په  ۲۰   نیټه د ماسپښین په یوه نیمه بجه پخپل پخواني ځای په استقلال لیسه کې دفرانسې  دکلتوري مر کز په تالار کې جوړیږي.

دبهیر له قدرمنو غړو او نورو خویندو څخه په ډیر درنښت هیله کیږي چې په ټاکلي وخت تشریف راوړي .
وخت : د هرې شنبې ورځ. غرمه دوه بجې

ځای  : استقلال لیسه – دفرانسې کلتوري مرکز تالار