طالبان : دا انتخابات نه بلکی ټوکي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 8th, 2008


د انګلستان ټایمز مجله نن لیکی چی طالبانو اخطار ورکړی چی دوی به د ولسمشریزه انتخاباتو لپاره د رایو پر مرکزونو حملې وکړی . قاری یوسف احمدی ټایمز ته وویل چی « دا انتخابات نه بلکی مسخرې دي چی د خلکو په سترګو کی خاوري پاشی . » ده زیاته کړه چی « دوی چیری دا انتخابات کوی ؟ د افغانستان څومره برخه د افغان حکومت او بهرنیو پوځونو په واک کی ده ؟ » ټایمز لیکی چی شرایط ښیًی چی بیرته به همدا حامد کرزی انتخابیږی. خو لیکی چی په کندهار کی یو ځوان د محمد اعظم په نوم وویل چی « زه خجالت یم چی تېر ځل می کرزي ته رایه ورکړې وه او بیا به داسی کار ونه کړم .» د ده ملګري چی نوم یې و نه ښود وویل چی « دا افغانی انتخابات نه دي . هر څوک چی د امریکا خوښ وی ، هغه به ریًس جمهور کیږی . » ویل کیږی چی دا انتخابات به د اوضاع د سمون په صورت کی په پسرلی کی وسی . ټایمز زیاتوی چی د ۲۰۰۴ کال پر مهال طالبان پیاوړي نه وو خو اوس ډېر غښتلي او فعال سوي دي او اخطارونه یې ځای نیسی .

Copyright Larawbar 2007-2024