کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ځوانان او مسؤليت ( د هدايت الله محمدي ليکنه )

ځوانان او مسؤليت ( د هدايت الله محمدي ليکنه )


ځواني يوداسي نعمت الهي دي چه انسان  کولاي شي هر قسم کار ته انجام پکښې  ورکړي که هغه ښه وي او که بد ځکه چه د ځواني کار په پيري کښې ناشوني د ي ځواني کښې انسان يو جوش او دب دابه لري مست او مستانه وي که هرکار ته لاس واچوي په ښه مطمين زړه سره يي سرته رسوي شي دا داسي وخت دي که چيري يو ځل تير شي بيا واپس راتللي نشي ځواني الله تعالي هرچاته ورکوي خو خبره د کاراو مسؤليت ده چي څوک د خپلي ځواني څخه مثبته نتيجه او څوک منفي نتيجه اخلي څوک داسي شخصيت جوړ شي چي ټول ولس ته يي خير رسيږي او څوک داسي شي جوړ شي چي هغه خپل کور کي هم ورڅخه خلک په تنګ وي.


کله چي  ماشوم د مور د غيږي څخه ولويږي نو رور رور څخه د ټولني او اجتماع سره بلاديت پيداکوي او کوشش کوي چي ځان دنورو خلکو غوندي په کار اخته کړي د خلکو ښواو بدو ته ګوري او همغسي کارته انجام ورکوي دماشوم ذهن او فکر ديوي تشي کيسټ غوندي وي که ته غواړي چي ماشوم ښه تربيه شي او په اسلامي قوانيونو رفتا وکړي او په اخر کښې يو ښه شخصيت ورڅخه جوړ شي نو هغه ته اسلامي او قراني تګلاري بايد وښودل شي ځکه د هغه ذهن که هرطرف ته اړوي همغه طرف ته اړول کيږي که هغه ته ښه تربيه علم ورکوي هم کولاي شي او که هغه همداسي پريږدي هم د ماشوم والي په وخت کښې موراوپلارته لازم دي چي د خپل بچي ښه ترينه تربيه وکړي او په اسلامي او قران اخلاقو باندې منور کړي ترڅوخپل ځان وپيژني او بيا خپل خداي وپيژني خداي نه خواسته که چيري موراو پلار دخپل زوي دسرنوشت په باره کښې فکر ونکړي او ووايي چي ځه اوس وړوکي دي چي غټ شي بيا به پوه شي نوکه هغه اولاد دمور دغيږي څخه په ښه تربيه لوي نه شي چي غټ شي هغه بيا هيڅکله هم لاري ته راتللي نشي اوکه يو انسان خپل ځان ونه پيژندلو نو هغه به خداي څنګه وپيژني اول خو بايد خپل ځان وپيژني او بيا خداي.ځآن پيژنده ځکه ضرور ده چي بايد پوه شي چه دغه زما بدن زما سترګي ،غوږونه ،لاسونه ،پزه ،پښې ، سر ،خوله او د بدن هريو غړي چا او په څه ډول او څه ته پيداکړي دي نو کله چي خپل ځان پيژني نو حتمًي د ده په ذهن او فکراو ايمان فطري باندي يوداسي ذات ته توجه کيږي چه هغه لايزال دي او هميشه هميشه ژوندي دي په يو حال دي نو کله چي هغه ذات ته متوجې شو او په فکر کښې راغلل چه حتمًي شته يوداسي ذات چه زه يي پيداکړي يم لايزال د ي لاشريک دي لامانند دي او هميشه په يو حال دي نو همغه ده چي د هغه ذات سره يي مينه او محبت پيداکيږي او زړه يي غواړي چي تل د همغه ذات پاکي او تسبيح ووايي او داسي کارونو ته انجام ورکړي چي دهغه د رضايت او محبوبيت سبب شي تل خپل ځان د ناوړو کارونو څخه ژغوري ترڅو د ده په زړه کښې دغه کارونه ښه ونه ګرځي اود هلاکت سبب يي نشي.نو بعد دهغه نه کوشش کوي چي د خلکو سره ښه رويه اخلئ وکړي او په ټولنه او اجتماع کښې د باور وړ شخصيت جوړشي نو د دغه ځايه د انسان لوړتيا او احترام هم زياتيږي او د ټولني او اجتماع د مسؤليت لاندي هم راځي کله چي دغه مرحلي ته ورسيده نو کوشش کوي چي د خلکو د هوسايني او ارامتيا اسباب ولټوي ترڅو د اجتماع خلک په راحت سره ژوند تير کړي.


ځوان نسل بايد هميشه يو ويښ ضمير او احساسات ولري ترڅوخلکو ته خدمت وکړي ټولني ته خدمتوکړي خپل ولس ته خدمت وکړي ځوان نسل په ټولنه کښې داسي حيثيت لري لکه چه د انسان په بدن کښې د ملاتير که چيري د انسان دملاتير نه وي نو ژوند ناممکنه ده همداسي ځوان نسل که چيرته په ټولنه کښې نه وي نو هغه ټولنه خو ټولنه نه ده.


ځوانان بايد د لوړو ښواسلامي اخلاقو باندي پوښل شوي د تعليم او تربيي په بڼه پوښل شوي وي دي په نورو هيوادونو کښې چه دا څومره پيشرفت شويدي اونور هم د ارتقا په لوري روان دي ټول د ځوان نسل د برکته ځوانان هغه ځوانان لکه زمونږ د ځوانانو غوندي ندي هغو کښې که ډيره د يوي غريبي کورني ځوان هم وي خپل ځان د مسؤليت ا وبارلاندي بولي او په زړه کي اميد لري خلکو ته خپل وطن ته څه خدمت وکړي ځوانان هغه اشخصاص دي کوم چي په وطن کښې انقلاب راولي ځوانان هيڅ کله هم د بل د لاس لاندي ژوند نشي تيرراولي ځوانان په خپل وطن اوازادي باندي خپل سر ورکوي خو نه پريږدي چي د بل د تسلط لاندي زندګي تيره کړي زموږ د ټولني ځوانان نن صبا صرف او صرف دوه شيانو طرف ته توج کړي ده دوي بس صرف انګلش اوکمپيوټر ياد کړي او بس اود دي اميد لري چي کومه خارجي موسيسه کي کارورته پيداشي ترڅو700 يا 800 ډالره معاش ورکړي او خپل ژوند په هوساينه او ارامتيا سره تير کړي ځيني نور ځوانان مو دا ارمان په زړه کښې لري چه کاش يو ځل امريکا ،لندن ،جرمني ، استراليا ،او يانورو خارجي ملکونو ته لاړ شي  يوبل قسم ځوانان مو د فليمونو سي ډيانو او همداسي نورو فحشو شيانو خوښوونکي دي هغه تل کوشش کوي چي خپل خان د هغو فليمسازو په رقم جوړ کړي ويښتان غټ غټ ږيري خريلي کميس لنډ پينسي اوږدي ډير په بد حال خپل خان جوړ کړي وي دغه ځوان ته به خپل ځان ډير ښه ښکاري مګر په اصل کښې دغه څخه د هرچا نفرت راځي ځوانان بايد کوشش وکړي  چي خپل کلتور او عنانات را ژوندي کړي د خپل ولس رواجونه رسم عملي کړي نه دا چه د غربي د ناولو او پليتو عناناتو موراويج شي او هغه په ټوله ټولنه کښې عملي کړي نن صبا زمونږ ځوانان همداسي دي کوم ډيزاين چه رواځي که هغه د هر څه وي هغه په ځان عملي کوي ولي زمونږ ځوانان د غير په تقليد باندي خوښ کيږي . او ځيني نور ځوانان مو د نن صبا د فساد دوره څخه لاس په سر د ي هغوي د نشي موادو څښکل استعمالول ،غلا،چور ،او څه نور فسادي کارونو باندي اخته دي ډير افسوس افسوس چي نن زمونږځوان نسل د داسي بدبختيو سره مخامخ دي اکثر ځوانان د نشي موادو په څښکلو روږدي د ي او د هغو موادو د پيدا کولو لپاره هرقسم کارته انجام ورکوي که هغه قتل وي غلاوي چور وي د چا ناموس ته بي عزتي و ي بي حياي يي مګر صرف او صرف د هغو موادو لاس ته راوړلو هدف پوره کوي نو هغه چه خپل ځان پخپله د غمونو ګندي ته غوځاوي هغه ځوانان به خپل ولس اوولسوالو ته څه خدمت وکړي هغه ځوان به څنګه د خلکو دهوسايني او ارامتيا لپاره فکرونه وکړي هغه ځوانان به څنګه د علم اوهنر خوښونکي و ي ځوان نسل بايد يو ويښ او احساساتي ضمير ولري د علم او هنر په پوښ وپوښ شي تر د حق او باطل تفاوت وکړي حق ته حق او باطل ته باطل ووايي او خپل ولس په ښه ميړانه ساتندويه ووسيږي زما ټول ځوانانو ته داپيغام دي  چي اول اول خو بايد هرځوان يو څه ناڅه علم ولري داسي نه چي صرف مکتب يي ويلي دي او بس نه بلکي د مکتب ويلوسره سره بايد د اسلامي علومو معلومات هم ورسره وي د قران کريم اواحاديثو شريفو څخه هم خبر وي علم صرف دي ته نه وايي چي مکتب ووايي بلکي اصلي علم علم ديني ده نو بايد دواړه دخپل ضرورته پورې ياد کړي اوبعد دهغه څخه بايد د خلکو د هوسايني ارامتيا اسباب ولټوي د خپل ولس د استقلال او ازادي فکر ورسره وي .تعليم اوتربيي ته يي ډير پام وي او خپل ځان بايد خپلي ټولني او اجتماع ته باوري اواعتماد واله جوړکړي ترڅو خپل قوم ته خدمت وکړي د بي کاره فکرواو د پست کاريو څخه اجتناب وکړي او د خپلي ټولني د اصلاح اسباب پيداکړي د خپلو خلکو ترمينځ مينه محبت پيداکړي او د بي اتفاقي څخه يي وژغوري ټول مسلمانان سره وروڼه وروڼه جوړ کړي د نشي مواد د څښکلو څخه ځان وژغوي ځکه د ا يو داسي کاردي چي انسان د ګمراهي او تباه خوا ته کش کوي  او د انسانيت څخه يي حيوانيت ته بولي د شرابو،هيروينو،چرسو ،پوډرو،افينو،اوهمداسي نورو موادو څخه ځان وژغوري  ځکه نشه انسان ډير خراب کوي دکار روزګار څخه يي باسي حلاح رزق نشي پيدا کولاي ټول عمر د ټولني (اجتماع) اود کورني د اوږو بار وي نشه هغه مضرر مواد دي چي نه صرف انسان کمزوري کوي بلکي دانسان په دماغو او فکر باندي باندي هم تاثير کوي او هغه کمزوري کوي نو کله چي د انسان فکر اوعقل کم شي نو هغه بيا د کار کولو قابليت نه لري هغه بيا د ښه او بد تميز نشي کولاي افسوس افسوس پدي خبره راځي چي عام وګړي خو پريږده زمونږ د اوسني زماني باتعليمه او هوښيار ځوانان هم په دي نشي موادو روږدي دي هغه چي ناپوه دي پريږده داچه تعليم علم ورسره دي ښه پوهيږي چه دغه مواد زما د بدن لپاره مضرر او زهر تماميږي مګربيا هم ورسره اشنايي کوي اي باتعليمه ځوانه ! تا ته د نشي ضررونه معلوم ندي ايا ته پدي نه پوهيږي چي نشه کومي خامي په انسان کښې راپيدا کوي ځکه زمونږ خوږ نبي حضرت محمد مصطفي (ص) فرمايلي د ي چي (کل مسکروحرام)  يعني ټول نشي موادو استعمال حرام دي او د انسان د پاره مضرر دي .


نو د رسول الله (ص) دغه مبارک حديث چه زه يي اورم ډير غټ حکمت  پکښې پروت دي او بيا ماته هغه قصه هم کله کله راياديږي  چي ما يوه ورځ مطالعه کوله نو دغه واقعه مي پکښې وليده هغه داسي وه چي يو سړي د يوي ښځي کور ته د کوم شي لپاره ور وروټکاوه ګوري چي يوه ښايسته ښځي ورته دروازه خلاصه کړه  سړي ورته د څه شي سوال وکړښځي  په کوم چل او مکر سره هغه خپل کور ته دننه ويسته وروسته  ښځي يو دم د طاق څخه يوه توره راواخسته او سړي ته اشاره کوي زه درته دري شيان وايم چي دا بايد وکړي که نه نو دا سر په دي د تني څخه بيل کړم سړي چي د ښځي توري ته خيال شو نو ويره يي په زړه کښې پيدا شوه اووويل چي څه دي هغي ښځي ورته ويل دري شيان دي که هريو انتخاب کوي هغه انتخاب کړه او ځان د مرګ څخه بچ کړه ښځي ورته وويل يو دا چي د شراب نوش کړه يا داچي دا وړوکي بچي مړه کړه او يا دا چي زما سره زنا وکړه سړي چي د ا دري شرطونه واوريدل نو په زړه کښې يي وويل چي اي خدايه دا څنګه بلا سره مخ شوم اوس به څه کوم فکر يي وکړ چي راځه دا شراب به وخورم خو چي د زنا او د قتل څخه بچ شم نو هماغه ؤ چي د شرابو ډک بوتل يي په سر باندې راواړوه اونوش يي کړل د يو څه درنګ څخه وروسته يي يو قسم مستي وکړه شروع کړه او د ښځي سره يي زنا ته هم زړه وکړد زنا څخه چي فارغ شو هغه د سروغوښو څخه ډک بچي يي هم وواژه دري واړه کارو ته يي ادامه ورکړه .


نو اي د نن صبا زماني ځوانه !


ته ولي د غفلت له خواب څخه نه راويښيږي تا ته تراوسه پوري د دي نشي موادو ضرورونه معلوم ندي او که معلوم وي نو بيا ولي خپله زندګي خرابه وي دا خو ډير تخريب کاره کار دي نشه هغه مضره کار دي چي انسان د الله د رحمت او محبوبيت څخه ليري کوي نو سر د نن څخه دا نشي او تماشي پريږده او يوازي او يوازي د الله اوامرو ته لبيک ووايه او خپل ځان د غافل کوه مه تاته د وطن واړه واړه بچيان په طمعه دي تاته ټولنه په طمعه ده تاته خلک په طمعه دي ته ولي خپل ځان داسي غافل ګڼي پرخپل ځان مسؤليت ومنه او په هوډ سره خپل وطن اباد اوسمسورکړه خپل ولسوالوته  خپل قوم ته د خدمت ګامونه پورته کړه ترڅو ستا دلاسه د دي ټولني اصلاح وشي او په ارامه او هوسا ژوند مسلمانان ژوند وکړي