کور / تازه خبرونه / د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریا افغانان خوښ کړل

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریا افغانان خوښ کړل

 

دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په زړه پوری بریا چې د هانګ کانګ په وړاندی نن په افریقايي هېواد تنزانیا کې ترسره شوه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې یې افغانان خوشحاله کړل.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوي کوچ کبیر خان لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې افغانستان په تنزانیا کې ډېر ښه وځلېد او انشا الله د ایتالیا په وړاندی به هم ښه ولوبیږي

د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان نوروز منګل بیا لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې د لوبغاړو روحیه زیاته لوړه شوه او د هانګ کانګ ماته د دوی لپاره غټه بریا ده

محمد نبي چې په ننۍ سیالۍ کې غوره لوبغاړی وپېژندل شو لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې ننۍ لوبه ډېره مهمه ده، د کرکټ دلوبډلې اتل ستوری هستي ګل عابد بیا لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې په ننۍ لوبه کې یې ښه پيل وکړ ولې هانګ کانګ لوبه پرمخ یووړه.

د افغانستان تکړه فاسټ بالر حمید حسن لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دوی د بال په کولو سره مقابل لوری ښه ډبوی شي

ریس احمدزي لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دوی انشا الله پایلوبه هم وړي.

سید ابرار هاشمي چې نن یې د هانګ کانګ په وړاندی لوبه تعقیبوله لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې د یوه افغان په توګه په ننۍ لوبه سخت خوښ شوی دی

د افغانستان د کرکټ د فدراسیون مشر الله داد نوري لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې په ننۍ بریا دومره خوښ شوی چې د خوښۍ د لمانځنې لپاره کلمې نه لري

د افغانستان د کرکټ دفدراسیون چیف سیلیکټر لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دی زیات خوښ شو