کور / تازه خبرونه / ایران امریکا ته ډېر القاعده وال ورښودلی وو

ایران امریکا ته ډېر القاعده وال ورښودلی وو

اسوشیټیډ پریس د یوې عالیرتبه امریکایی ماموری ( هیلری هان لیوریټ ) له خولې خبر ورکوی چی ایران د سپټمبر د یوولسمی تر حملې وروسته د ګڼ شمېر القاعده والو نومونه او آدرسونه په غیر مستقیم ډول امریکا ته ورکړي وو . دغه ماموره چی د واشنګټن لخوا د ایران سره د مربوطه خبرو اترو مسؤله وه وایی چی تهران د هغو ۳۰۰ القاعده والو چی د افغانستان څخه ایران ته تښتېدل ، د پاسپورټونو فوټوکاپۍ د ملګروملتونو عمومی منشی کوفی عنان ته ورکړي وې . کوفی عنان دا اسناد امریکا ته پسی ورکړل او امریکا هم دا ټول عرب په خپلو خپلو هېوادو کی د هغوی د حکومتونو په مرسته توقیف او تر تحقیق لاندی راوستل . دغی ماموري زیاته کړه چی ایران دغه عربان بندي نه کړل بلکی خپلو هېوادو ته یې لېږلي وو . دا زیاتوی چی تهران د القاعده والو په نیولو کی د واشنګټن سره د پام وړ کومک وکړ . دا زیاتوی چی ښایی سپینی ماڼۍ ته د نوي ولسمشر تر راتګ وروسته د دواړو هېوادو اړیکی نسبتأ سمي سی .