کور / تازه خبرونه / امریکا افغان اردو ته زیاتی عصری وسلې ورکوی

امریکا افغان اردو ته زیاتی عصری وسلې ورکوی

رویټر د کابل څخه خبر ورکوی چی امریکایی پوځ به افغان اردو ته زیات مقدار عصری وسلې ورکړی . د امریکایی پوځ مسؤل « جګړن چارلیس مک فېل » وویل چی تر اوسه ۶۲ زره افغان پوځیان روزل سوي او هیله ده چی دا شمېر به ۱۳۴۰۰۰ ته ورسوو . ده وویل چی موږ غواړو افغان اردو ته هغسی وسلې ورکړو لکه ناټو چی یې لري . په دې کی به ۶۰۰۰ زرهپوش وسایط ، ۷۵۰۰۰ « ایم- ۱۶ » مشین ګنونه او نور وسایل شامل وی چی دا ټول به د ناټو غوندی وسلې وی . ده وویل چی افغان اردو د اوږد مهاله ثبات لپاره یو ه کِلی ده او موږ غواړو هغه ډېره تقویه کړو . ده وویل چی افغان پوځیان اوس په روسي ساخته کلاشنیکوفونو وسلوال دي چی دقت او ښه تأثیر نه لری .د افغان اردو یو جګړن « حبیب الله حسیب » وویل چی موږ ته مخکی هم ۶۰۰ زرهپوشونه او ۶۰۰۰ « ایم- ۱۶ » ماشیندارونه راکول سوي وو . خبر زیاتوی چی فعلأ ۶۴ زره بهرني پوځیان او ۶۲ زره هم افغانی پوځیان د طالبانو سره جنګیږی .