کور / تازه خبرونه / بيړنى خبر: خوست كې ځانمرګى بريد وشو

بيړنى خبر: خوست كې ځانمرګى بريد وشو

 


په خوست كې ځانمرګي بريد مرګ ژوبله واړوله


نن ورځ سهار اته بجې د خوست ولايت په باك ولسوالۍ كې د يوه ځانمرګي بريد له امله دوه تنه مړه او دوه تنه نور ټپيان شول ، وويل كيږي د ځانمرګي بريد موخه د ولسوالۍ د استخبارتو مدير ول خو خوست والي وويل چې نوموړى د ځانمرګي بريد څخه روغ رمټ وتلى دى.


د خوست د والي په وينا په ځانمرګي بريد كې يوتن ملګي وګړى او بل تن پوليس وژل شوى او دوتنه ملكي وګړي ټپيان شوي دي.


بلخوا وسلوالو طالبانو د بريد مسووليت په غاړه اخيستى او رسنيو سره په خبرو كې يې ادعا كړى چى د باك ولسوالۍ د استخبارتو مدير په ګډون يې لس تنه دولتي سرتيري وژلي دي.


ذبيح الله مجاهد چې د وسلوالو طالبانو وياند بلل كيږي ځانمرګى بريد كوونكى د خوست ولايت اوسيدونكى بللى دى.