کور / تازه خبرونه / امریکایی استخبارات : افغانستان مخ پر نزول روان دﺉ

امریکایی استخبارات : افغانستان مخ پر نزول روان دﺉ

نیویارک ټایمز ورځپاڼی ولیکل چی د امریکا استخباراتی ټولنه دې نتیجې ته رسېدلې چی د افغانستان بحران مخ پر شدت روان دﺉ . دغه استخباراتی ارزونه په خپل هغه پټ تحلیل کی چی تر اوسه لا خپور سوی نه دﺉ وایی چی افغانستان مخ پر نزول ځی چی اصلی علت یې د افغان حکومت هغه عظیم فساد دﺉ چی له امله یې نه سی کولای چی د طالبانو زیاتېدونکی نفوذ تم کړی . د سی آی اې پخواني لوی افسر « هنری کرمپټن » وویل چی د افغانستان اوضاع « بده وه خو اوس مخ پر بدتره ځی » او زیاته یې کړه چی پدې کی بیخی ډېر وخت تېر سو څو چی امریکایی مقامات ایله اوس پوه سول چی د افغانستان وضع په رښتیا هم خرابه ده . خو څېړونکي وایی چی د دغسی سیاسی غفلت نتیجه به ټولو خواوو ته لوی زیانونه پېښ کړي . بلخوا ، د امریکایی قواوو لوی درستیز جنرال میولن هم نن اعتراف وکړ چی د افغانستان حالات به نور هم پسی خراب سی که پاکستان او افغانستان په یوه مشخصه ستراتیژی کی را نه وستل سی . هلته د فرانسې لوی درستیز جنرال ژان لویس ژورژلین هم نن وویل چی دﺉ په عین هغه نظر دﺉ چی برتانوي قوماندان مارک کارلټن سمیت په افغانستان کی وویل چی په افغانستان کی پوځی برﺉ نه ممکن دﺉ او نه هم د دفاع وړ دﺉ . داسی ښکاری چی لویدیځ اوس خپله بې وسي درک کوي .