" /> " /> " /> " /> افغانستان هانک کانګ ته هم په زړه پوري ماتي ورکړه – لراوبر ویب پاڼه
کور / خبرتیا او پيغامونه / افغانستان هانک کانګ ته هم په زړه پوري ماتي ورکړه video

افغانستان هانک کانګ ته هم په زړه پوري ماتي ورکړه video

 افغان کريټ لوبډله د تانزانيا څخه لوبه وګټله 07-10-2008افغان کريټ لوبډله د تانزانيا څخه لوبه وګټله 07-10-2008افغان کريټ لوبډله د تانزانيا څخه لوبه وګټله 07-10-2008افغان کريټ لوبډله د تانزانيا څخه لوبه وګټله 07-10-2008افغان کريټ لوبډله د تانزانيا څخه لوبه وګټله 07-10-2008افغان کريټ لوبډله د هانک کانګ څخه لوبه وګټله 07-10-2008


محمد نبي اتل ښې منډې وکړې. محمد نبي ۵۰ پوره کړل، د افغانستان کپټان نوروز منګل وسوځېد، ریس احمدزی مېدان ته ووت، افغانستان ۱۵۵ منډی کړي. نوروز منګل ۴۷ منډی کړي نبي عیسی خیل ۳۶ منډی کړي‌دي.، خدای دی محمد نبي او نوروز منګل ته همت ورکړي. محمد نبي او نوروز منګل ولاړ دي. اوس اصغر ستانکزی او احمدشاه احمدي ولاړي، کریم خان صادق ډېر ښه پیل وکړ، پنځه څلوری ووهلې، ۲۰ منډی یې وکړی. دا لوبغاړی بټ حسین وو چې په منډه وسوځېد.


 نبي عیسی خیل دا لوبغاړی وسوځاوه، یو بل لوبغاړی هم د هانګ کانګ وسوځېد، د افغانستان په بالرانو کې شاپور ځدراڼ سخټه وټکېده، هغه په اوو اورونو کې ۴۶ منډی ورکړي ، د هانګ له لوري زین عباس خوندوره لوبه کوي، هغه ۶۶ منډی په یوازی سر کړي دي.


د هانګ کانګ بېټسمینان ډېر په کلکه دفاع کوي، تکړه فاسټ بالر حمید حسن د هانګ تېز منډه جوړونکی وسوځاوه ، هانګ کانګ ۷۰ منډی لري، دوه سوځېدلي، ۱۹ اورونه شوي دي. هانګ کانګ ۶۴ منډی وکړې. یو سوځېدلی. کوم بل لوبغاړی ندی سوځېدلی، هانګ کانګ اوس ۵۰ منډی لري. د احمد شا او هستی ګل بالېنګ روان دی. لمسم د هانګ ښه بېټېنګ کوي. هستي ګل عابد لومړی ویکټه واخیسته.


 احمد شا بال ته راووت، شاپور ودرول شو، هغه ښه بال پیل نه کړ. داسې ښکاري چې د افغانستان پرېکړه پرځای نه وه، د دولت احمدزي پرځای د شاپور ځدراڼ ټاکنه بې ځایه ښکاري، شاپور ځدراڼ په دوو اوورونو کې ۱۷ منډی ورکړی چې د افغانستان لپاره ډېر بد پیل دی. هستي ګل دریم اوور وکړ ۱۵ منډی شوي دي. د افغانستان له اړخه لومړی اوور هستي ګل عابد وکړ، ډېر ښه اوور وو هېڅ منډه یې ور نه کړه، ولې دوهم اوور شاپور ځدراڼ وکړ چې دولس منډی یې ورکړی، د هانګ کانګ لا څوک ندی سوځېدلی. 


دموضوع اړوند نور سرليکونه :







افغانستان هانک کانګ ته هم په زړه پوري ماتي ورکړه


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریا افغانان خوښ کړل


افغانستان کوربه تنزانیا ته په ۸ منډو ماتې ورکړه
مينه مياشتنۍ مجله چاپ او په ليکه شوه
د افغانستان د کرکټ لوبډلې جرسي ته سخته ماتې ورکړه
افغان کرکټ لوبډلې فیجې ته سخته ماتې ورکړه


دا چا د کرکټ لوبغاړي په تش جيب لېږلي وه ؟


ملي لوب ډله که ملي وياړ




کله چي افغانستان د جرسي په سياليو کي لومړی مقام وګاټه :


افغان تکړه لوبغاړي هستي ګل په پوره میړانه کوربه هیواد جرسي ته ماتې ورکړه هغه ۲۹ منډې وکړې او بریا یې خپله کړه. داسې بریښې ده چې افغانستان به لوبه وبایلي خو دهستي ګل عابد زور دارو شاټونو دا بده هیله ورکه کړه. جرسي لوبډلې چې لومړی بېټینګ وکړ ایله یې اتیا منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل. خو افغانستان په دوو ویکټو هغوی ته ماتې ورکړه. دا د لراوبر له ارشيف څخه د هغه مهال يوه ويډيوي ټوټه :














 

تبصره نسته

  1. جهاني وايي : لکه اوښکه پر بارخو دي ړغېدلای سم ، که نه سم ، موږ ، زموږ ولس ، زموږ وختونه او زموږ قسمتونه له دردونه ، ستونزو ، کړاونو او افتونو ډک سوي دي ، ژړاګاني ، بدمرغۍ ، ناخوالي ، نادودي ستړي ورځي او شپې راته راوستل سوي دي ، دلته په داسي حال کي چي د خوښيو ځای غمونو او خنداګانو ځای ساندو نيولی دی ، بيا هم ددې ولس له منځه يو څو شازلمي ، يو څو د ايمل خان او خوشال خان زامن ، يو څو د احمدشابابا او ميرويس خان لمسيان خدايږو له کومه راپيدا شي چي دې ولس ته خوښۍ وبخښي ، زموږ د هيواد اصيل بچيان د کرکيټ ډلي اتلان دي پر هر ډګر بريالي او سرلوړي اوسي .
    موږ له ژړاګانو سره دومره عادت سوي يو چي اوس مو د خوښيو پر مهال هم له سترګو اوښکي رواني وي . خدای دې زموږ بېچاره لراوبر افغان ولس دا ناخوالي راته په تلپاتي خوښي واړوي .( ( امين ))

  2. اسلام علیکم ټولولوبغاړوته چی دافغانانولپاره ئی یو ښه ویاړ مونږ ته راپه برخه الله دی دوی ته نورتوفیق هم ورکړی ویاړویاړویاړ ویاړدافغانانو لپاره

  3. دهيواد دكركيټ ملي لوبډلي ته چي اتلوالي يي تر لا سه اود افغانستان نو م يوځل بيا په نړي كي راپورته كو لوړبري يي تر لاسه كو دزړه له كومي مباركي او ښي هيلي ورته وړاند ي كوم ، ددي بري په اوريد مو له ستر ګو دخوښي اوښكي توي سو ،زړونه مو راپورته سو ل وپوهيد و چي له ټولو ورستيو ستونزوسر ه سره بياهم ددي توان لروسي په نړيواله سطحه راځرګند سو ، تاسو دكركټ ملي ټيم دي خداي لا نور بري وركړي سي ددو په همت افغانان نو رهم خوښ شي ، بل چاخو ورته خوښي ورنه كړه نو دوي ته لابرياوي دخداي ج نه غواړم
    ژوندي دي وي افغانستان ، ژوند ي دي وي ريښتني افغانان ،
    ګيلانوال دبي

  4. دهيواد دكركيټ ملي لوبډلي ته چي اتلوالي يي تر لا سه اود افغانستان نو م يوځل بيا په نړي كي راپورته كو لوړبري يي تر لاسه كو دزړه له كومي مباركي او ښي هيلي ورته وړاند ي كوم ، ددي بري په اوريد مو له ستر ګو دخوښي اوښكي توي سو ،زړونه مو راپورته سو ل وپوهيد و چي له ټولو ورستيو ستونزوسر ه سره بياهم ددي توان لروسي په نړيواله سطحه راځرګند سو ، تاسو دكركټ ملي ټيم دي خداي لا نور بري وركړي سي ددو په همت افغانان نو رهم خوښ شي ، بل چاخو ورته خوښي ورنه كړه نو دوي ته لابرياوي دخداي ج نه غواړم
    ژوندي دي وي افغانستان ، ژوند ي دي وي ريښتني افغانان ،
    ګيلانوال دبي