کور / تازه خبرونه / امریکایی طیارو ۹ کسان او بمی حملو ۱۰ نفره ووژل

امریکایی طیارو ۹ کسان او بمی حملو ۱۰ نفره ووژل

د پاکستان « نیوز » ورځپاڼی نن ولیکل چی امریکایی بې پیلوټه الوتکو د شمالی وزیرستان په ټټی کی پر یو کور د راکټ په ویشتلو سره نهه کسه ووژل . پاکستانی امنیتی کسانو نیوز ته وویل چی دا د طالبانو د یو قوماندان سهارګل کور و چی د ده د کورنۍ د درو غړو په شمول ۹ کسه پکښی ووژل سول چی شپږ یې بهرني مېلمانه وو ( چی د القاعده والو ګومان پر کیږی ) . پاکستان او امریکا پدې هکله څه نه دي ویلی . د یو بل خبر له مخی چی بی بی سی او رویټر خپور کړی ویل کیږی چی د دوو بېلا بیلو بمی حملو په اثر لس کسه مړه او ۲۱ نور ټپیان سوي دي . لومړۍ پېښه په اسلام آباد کی هغه مهال وسوه چی د قاچاق سره د مبارزې دفتر ته یو څوک ورغی او بمی حمله یې وکړه چی لس پولیس یې زخمیان کړل او د ودانۍ یوه برخه ورانه سوه . دوهمه پېښه پېښور ته نژدې په دیر کی د بندیانو پر یو بس موټر وسوه چی لس کسه پکښی مړه او ۸ نور هم زخمیان سول . د دواړو حملو مسؤلیت چا نه دﺉ منلی .