کور / تازه خبرونه / خوست: په ځانمرګي بريد كې د استخباراتو مدير وژل شوى دى

خوست: په ځانمرګي بريد كې د استخباراتو مدير وژل شوى دى

نن سهار د خوست ختيځ ته، د باك په سرحدي ولسوالۍ كې يو ځانمرګى بريد شوى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد سملاسي د پېښې مسؤوليت پر غاړه واخېست او وويل، چې بريد د حافظ محمد په نوم د يو تن خوستي له خوا شوى.

ده وويل، چې د نوموړې ولسوالۍ د استخباراتو مدير شرف نور او څو سرتيري يې په دې بريد كې وژلي دي.

د سيمې ولسوال سيداحمد وفا مني، چې په دې ځانمرګي بريد كې نوموړى مديراو د ده يو ساتونكى وژل شوي او د ده د يو ساتونكي په ګډون درې عام وګړي ټپيان شوي دي.

ويل كيږي، چې د استخباراتو دغه مدير په باك كې د هغه قومي مشر جنازې ته روان ؤ، چې تېره ورځ په يوه وسله وال بريد كې وژل شوى ؤ.

په ياده پېښه كې يو داسې ماشوم هم وژل شوى ؤ، چې څو ورځې وړاندې يې پلار هم په ورته يوه پېښه كې ژوند له لاسه وركړ او د سيمه والو په وينا د دغه ماشوم له وژنې سره د هغوى كورنۍ د نارينه وو له سرپرستۍ بې برخې شوه.