کور / ترخې خبري / په ننګرهار کې خبريالان له ننګونو سره مخامخ دي

په ننګرهار کې خبريالان له ننګونو سره مخامخ دي

د هېواد دنورو ولايتونو په څېر نن سبا په ننګرهار کې هم يو شمېر خبريالان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، دا که له يوې خوا دولتي چارواکي په خپل وخت خبرونه نه ورکوي، نو له بل پلوه د ځينو پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د افغان امنيتي ځواکونو له لوري وهل شوي  ټکول شوي هم دي، په جلال اباد کې د پژواک خبري اژانس خبريال عبدالمعيد هاشمي په وينا اوس مهال نه يوازې په ننګرهار بلکې په ټولو ختيزو لايتونو کې خبريالان له ډول ډول ستونزو سره مخ دي،نوموړی د خبريالانو پر وړاندې ستره ننګونه دا ګڼي چې دوی معلوماتو ته لاس رسی نه لري او په ډېرو ترينګلو حالاتو کې راښکېل دي، دده په وينا وسلوال طالبان د يو ټيليفوني ليک په را استولو سره دولت ته د زيان اړولو دعوه کوي، خو کله چې خبريال له  دولتي چارواکو نه د هغوی له خوا د شوې دعوې په اړه سپيناوی وغواړي، نو چارواکي  بيا داسې انګيري، چې ګواکې خبريال د دوی مخالف دی، دی په دولتي چارواکو دا نيوکه هم لري، چې دوی نه غواړي رازونه يې راوسپړل شي او هڅه کوي چې خبريال دا ډول پېښې تر خپل پوښښ لاندې رانه ولي.                                                       

هاشمي زياتوي چې خبريال ته دولت او مخالفين يې دواړه په ښه سترګه نه ګوري او  په دواړه مخه په څپېړو وهل کېږي، له يوې خوا يې دولتي چارواکي دپېښې په ځای کې امنيت نه شي خوندي کولای او له بل لوري د دولت مخالفين هم داسې فکر کوي چې خبريالان ګواکې دامريکايانو خبر لوڅان دي.                                                                                

په ننګرهار کې د بي بي سي خبريال ببرک مياخيل له هاشمي سره څه ناڅه  په يوه خوله دی او وايي چې خبريالانو ته لويه ننګونه د دولت د مخالفينو لخوا هم پرته ده او هغه دا چې کله نا کله هغوی خبريال ته خبرونه ورکوي، خو که خبريال پکې حقايق ونه ويني او خپور يې نه کړي، نوبيا له هغې ډډې هم  له ګواښ سره مخامخ کېږي، دی دولتي چارواکي په دی ملامتوي چې خبريال ته په خپل وخت معلومات نه ورکوي او غواړي هغه خبرونه دې خپاره شي، کوم چې د دوی په ګټه وي، نوموړی خبريالانو ته د ستونزو راپېښېدو يو لامل په خپله د خبريالانو ناسم چلند بولي او وايي چې دوی هم وخت ناوخت د ژورناليزم ارونه تر پښو لاندې کوي، نو ځکه له ستونزو سره مخامخ کېږي.                                                                              

په ختيزو ولايتونو کې د ازادو ليکوالو او ژورنالستانو ځپلواکې ټولنې وياند او دزاهدان راډيو خبريال محمد اصف شينواری بيا خبريالانو ته د امنيت نشتون ستره ستونزه ګڼي او وايي دوی نه شي کولای چې په ډاډه زړه دخبر اخيستو لپاره د پېښې ځای  ته ورشي، دده په وينا خبريال اړ دی چې له دواړو غاړو نه ځان ته معلومات وغواړي او دا چې دولتي چارواکي ورته په خپل وخت معلومات نه ورکوي، نو دا دخبريال لپاره بله ننګونه ده.                                                                          

نوموړی د خبريالانو نامسلکيتوب په خپله يو ه ننګونه بولي او وايي چې ديو شمېر خبريالانو کمزوري او  وړتيا په خپله  دهغوی لپاره يوه غټه ستونزه او ننګونه ده.                                                                        

په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کولتور ريس اورنګ صميم بيا وايي چې که دلته خبريالان له ستونزو سره مخامخ دي او يا چا وهلي ټکولي دي،نو د دوی رياست  ته تر دې دمه  کوم خبريال نه دی راغلی او نه يې ورته ژړلي چې دی د چا لخوا وهل شوی ټکول شوی دی، د نوموړي په ويناکه په ننګرهار کې خبريالانو ته کومه ستونزه پيدا شي، نو هغوی نېغ په نېغه دولايت مقام ته ورځي او له والي سره خپله ستونزه شريکوي.

                                                                         

داورنګ صميم په وينا کله کله د قانون څخه ناخبري ددې لامل کېږي، چې  دواړو خواوته ستونزې راپېښوي،  هم خبريالان په خپله ځان ته ستونزې راولاړوي او هم دوی  ته نور څوک ستونزې راپيدا کوي، دی زياتوي د ولايت په اداري غونډه کې د ټولو دولتي ادارو ريسانو ته سپارښتنه وشوه، چې خبريالانو  سره دې  په خپله برخه کې  بشپړه همکاري وشي او هغه معلومات دوی ته ورکړل شي، کومو ته  چې قانون اجازه ورکړېده.                                                                       

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې د هېواد په ځينو لايتونو کې يو شمېر خبريالان وهل شوي، ګواښل شوي، بنديان شوي اوآن وژل شوي، چې ترننه يې لا دځينو  وژونکي او ګواښوونکي نه دي معلوم،د هېواد په ختيز ننګرهار کې هم خبريالان ګيلې کوي او وايي چې له  درې خواوو، دولت، د دولت د مخالفينو او باندنيو ځواکونو په منځ کې راښکېل دي او له بلا ستونزو سره مخامخ دي، ددغو خبريالانو څخه يو شمېر يې وهل شوي ډبول شوي، بنديان شوي او خبري وسايل يې هم ورمات شوي، چې په پای کې ترې يوازې بښنه غوښتل شوې اوبس.