کور / شعر / هره سا مي جل وهلې

هره سا مي جل وهلې

سروکال شي نه تیریږي ستا دعشق موسم داوښکو
 ستا په ښار کې ږدم جانانه په ارمان قدم داوښکو

زمادسوي ارمانجن زړه سوز ګداز وي پکې نغښتی
چې لیکم يې لکه شمع هر غزل په نم داوښکو

هر یو دم مې دم ختلی هره سا مې جل وهلې
چې همیش ورته ملګرولپې لپې وړم داوښکو

نه امید نه دلاسه شته نه دیار طبیبې سترګې
ګوندي سپک يې شي دردونه ږدم په زړه مرهم داوښکو

ته پروامه کړه  جا نانه زه یوازي نه در ځمه
بدرګه را سره درومي څنګ په څنګ عالم  داوښکو

 ټوله شپه ژاړي حسنه ګلورینه ستا په یاد کې
چې يې پروت په اننګو وي هر سحر شبنم داوښکو