کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ايا همدي ته ديموکراسي وايي؟

ايا همدي ته ديموکراسي وايي؟

کله نه چي د دي غاصب او سرکشه امريکا لښکرې زمونږ په خوږ وطن راغلي نو د هغه وخت څخه زمونږ په وطن کښې د نفاق بدبختي اوناروا وژني عملونه شروع شويدي د ديموکراسي په نوم باندي موږ ته غمونه رنجونه تکليفونه اومصيبتونه راوړل. د پولي دواړه خواوته ميشته پښتان په قسما قسم تکليفونو کي دي او هره ورځ په لسګونو بي ګناه خلک وژل کيږي د خپل وطن په داخل کښې هم دمحشر ورځ  جوړه ده څوک په يو قسم څوک په بل قسم وژل کيږي څوک دلوږي څخه څوک د پښو لاندي او چاپسي هم کورونو ته ننوځي او په شهادت يي رسوي


زمونږ د وطن ښکلي پتنګان ښکلي ماشومان يي په ډيره بي رحمنه توګه وÚ�لي دي هره ورځ په لسګونو خلک وژل کيږي مګر څوک دا هم نه وايي چي دا هم انسانان د ي او که چرګان ؟ د خپلو واکدارانو څخه پوښتنه لرم چه ايا ديموکراسي همدي ته وايي چه عام قتلونه، وژني ،چور،غلا،شرابخوري ،زنکاه بازي،د هيروينو قاچاق او قسما قسم نور ډير ناروا کارونه چه نن صبا تر سره کيږي ويل کيږي.يا د خلکو وژنو ته ديموکراسي وايي. څوځله په ننګرهار کښې د بي ګناه خلکود وژلو عمل تکرار شو مګر هيچا هم خپل عکس العمل ونه ښوده څو ورځي مخکي په ننګرهار کښې د کمال نومي کلي کښې په ورا باندې بمباروشو چه په نتيجه کښې يي شل څخه زيات کسانو خپل قيمتي ژوند له لاسه ورکړه چه کښې د ناوي په شمول ټول شهيدان شوي ؤ .


او د لس کسانو څخه زيات يي ټپيان شوي ؤ چه پکي ښځي ا وماشومان شامل ؤ او بيا ورته د ايتلاف ځواکونو د جنګي نوم ورکړه ايا همدي ته ديموکراسي وايي چه په لسګونو کسانوبي ګناه بي جرم د مرګ په خوب ويده کيږي او يا د وطن څخه بيرون په غير افغاني بنديخانو کي بنديان کيږي دا ولې ؟



دغه حالات چه نن په نړۍ کښې شروع دي دا خو د دوي د راتګ سره سم شروع شو ايا مخکي هم چا خودکشي ليدلي وه يا مو چيرته ځان مرکي بريد ليدلي ؤ دا  فسادونه خو ټول د همدوي څخه شروع دي دوي پرمونږ باندې محشر جوړ کړو  صرف او صرف اسلام ته بهانه ده چه څنګه وکړي د اسلام جرړي وباسي او مسلمانان ختم کړي هغوي ښۀ پوهيږي چي دافغانستان خلک هغه باغيرته او مسلمان خلک دي چي په خپل دين باندي سر ورکولو ته هم تيار دي او د اسلام دمبارک دين لپاره يي د سور شوروي په مقابل کښې يونيم ميليون شهيدان ورکړل مګر خپل دښمن ته يي سر ټيټ نه کړ .


 اسلام  مونږ ته درس قراني راکړي اسلام مونږ ته درس امن و امان راکړي اسلام هيڅ وخت اجازه نه ورکوي چه د يو بي ګناه مسلمان وينه دي تويي شي مسلمان خو څه کوي چي د کافر سره يي هم جنګ روا کړي ندي مګر هغه وخت چه پر مسلمانانو تجاوز ونه کړي او مسلمانانو ته څه ضرر ونه رسوي دغه بده څيره حيواني او وحشي سرتيرو په عراق کښې هم ډير ظالمونه وکړل او د ډيري  خطري وسلي جوړلو تور يي پري ولګاوه ولي هغه وسلي  بايد اوس ټولي نړي ته ښکاره شوي وه چه دوي داسي د بشريت د ضرر شيان جوړلو په خاطر باندې مو پري حمله وکړه مګر هيڅ هم نه ؤ. اوس په لسګونو بي ګناه خلک په عراق کښې شهيدان کيږي.که چيرته دغو وژنو ته شراب خوريو ته زنکابازيو ته چور چپاول Ø �ه ديموکراسي وايي خو صحيح ده مګر دوي Øله وايي چه ديموکراسي د حق غوښتلو د بيان د ازادي او  په ازادنه ژوند کولو ته وايي نو ايا چه دغه کومه لوبه په نړي کښې شروع ده دا ديموکراسي ده او که کومه بل لوبه ؟


 په افغانستان کښې د عبدالرحمن نومي مرتد افغاني مرتديت چه کله ښکاره شو نو د نړي ټول کفري هيوادنو وويل چه ديموکراسي ده هر کس کولاي شي چه له يودين څخه بل دين ته واوړي مګر مسلمان چه دعوت د دين طرف ته کوي او غواړي چه د مسلمان بچيان د خپل اسلامي قاوانيولاندي لوي شي دا وحشي ځنګلي ليوان وايي چه نه دا خو شر دي او د دي څخه فساد رامنځته کيږي مګر دوي چه د وطن په هر اړخ کښې د عيسويت درسونه شروع کړيدي هيچا هم وÙ �ه ويل چه دا خو شرفسادي ده خود  اسلام درس او تدريس ته دوي د شراو فساد نوم ورکوي.له دي څخه معلوميږي چي دا د مسلمانانو سره هيڅ خواخوږي نه لري او داسلام اوقرآن دښمنان دي او نه غواړي چي اسلام پيشرفت وکړي او په دنيا باندې خور شي نو د ديموکراسي پنوم باندې يي مونږ ته نفاق او بدبختي راوړه.


د ديموکراسي پنوم يي موږ ته جنګ راوړ د ديموکراسي پنوم يي موږ ته قتل راوړد ديموکراسي پتوم يي موږ ته ذلت راوړ. ديموکراسي خو دي ته نه وايي چه خوله به تړي سر به ښکته کوي بيان به نه کوي لکه  صمٌ بکم به يي .


ٌ ديموکراسي که په رښتيا سره وي نو ديمرکراسي د بيان د ازادي معني ورکوي دخپل حق غوښتلو معني ورکوي کوم مسلمان ته خÙ حق رسيدلي دي کوم مسلمان رښتيا او حقيقت ويلي اوهغه بيا د دي ليوانو لخوا په رنجونو تکليفونو او شکنجو کښې شوي نه دي . په يخ ژمي کي د ايران د حکومت لخوا افغاني مهاجرين راويستل شو او د وطن په شمال خوا کښې په يخو واورو باندې وغورځول شول ډير ماشومان يي د يخني له وجي څخه خپل ژوند له لاسه ورکړه همداسي که وګورو د پاکستان لخوا د کيمپونو څخه افغان مهاجرين ستانه شول چه تر اوسه پورې هغوي کورونه نلري د اوسيدو ځاي ورته نه ده مساعد په قسما قسم تکليفونو کښې اوسيږي ايا حکومت د هغو غم وخوړ؟ ايا د هغو حق حکومت ادا کړو ؟


 ايا دغه کډوال افغانان ندي يا د افغانستان اوسيدونکي ندي ؟ که وي نو بيا ولي حکومت د دوي غم نه خوري ؟ او د دوي په حق سترګي پټي وي  د يو خوا څخه د خپلو وړو بچيانو د نفقي لپاره دومره څه نلري چي هغه خپل بچيان پري ماړه کړي او د بلخوا د دي ليوانو څخه لاس په سر دي ايتلاف د اوو کلونو راهسي د بي ګناه افغانانو په وژلوپيل کړي زمونږ ښوونځي زمونږ ملي مشران زمونږ ښاغلي او زمونږ د مشرانو په غونډو باندې بي رحمنه حملي کړي څو ورځي مخکي د نورستان په ولايت کي 22 تنه د ايتلاف د بمباري له امله ووژل شو چه څه پکي ټپيان هم شول د ولايتي شورا ريس او دنورستان والي بيا وويل چه دغه ټول عام وګړي وو او هيڅ ګناه يي نه درلوده د ي شرميدلو Ù�حشي ځنګليانوبيا د دوي په ځواب کښې  وÙل چه دغه ټول خلک جنګيالي خلک ووځکه مو ووژل. څوورځي د مخه د شيرپور په څلورو لارود ايتلاف عسکرو يو شخصي موټرچلوونکي باندې ډزې وکړي چه روغتون ته د ليږو په وخت کښې شهيد شو ايا دا هم کوم جنګي سړي و ؟


 په کونړولايت کښې څو ځله دغوبي شرمه ليوانو بي رحمنه حملي وکړي په نور ځايونو کښې خو څه کوي د دواده په مرسمو باندي يي هم بي رحمنه حملي کړي دي واړه واړه ماشومان يي شهيدان کړل بي خلک يي شهيدان کړل ناويګاني او زومان چي د عمرونو عمرونو راهسي يي په زړونو کښې د ارمانونو  پنډکي تړلي وو د واده د مراسمو د ادا کولو په وخت کښې په شهادت رسيږي  واړه ماشومان يي په زانګوګانو کښې شهيدان کړل آيا دا هم دهشت ګر و د زنګو هغه وړکي ماشوم ته دوي ناولي د دهشت ګر نوم ورکوي  يو دا نه زمونږ د وطن ډيربي ګناه خلک دغو وحشيانو په شهادت ورسول  دا وحشيان  زمونږ په سترګوکي  خاوري را اچوي. ولي دوي داسي کارونه کوي او زمونږ وکداران ورته غلي او سرښکته ناست دي دغو وحشيانو صرف د ديموکراسي نوم اوريدلي دي او که د دي په معني او مطلب باندي هم  پوهيږي   ايا ديمرکراسي همدي ته وايي ؟  دافغان حکومت ولي د داسي پيښو د مخنوي لپاره اقدامات نه کوي ؟


 او ولي دا سرتيري نه پوهوي چه په بي ګناه خلکو بمباري ولي کوي ؟داسي ديموکراسي مونږ واغوندو وي خورو او که ځانونه پري وولو څه پري وکړو ؟