چه ځئ ځئ، ابازو له به راځئ
زړگی سا نيولی مخکی لدی چه د انگړ ﭙﮫ وره راننوزي، له ليری يی ﭘه مور د زيري چيغی وهلی. مور يی چه ﭘﮫ غوجله کی د غوا ﭘﮫ لوشلو بوخته وه لومړی خو د زړگي ﭘﮫ خبره سمه و نه ﭘوهيدله، له غوجلی نه د هغه ﭙﮫ خبره د ﭘوهيدلو ﭘﮫ تکل راووتله کله چه له خبری خبره شوه، وارخطا يی د شنه منگي په لوری ورمنډه کړه چه له ډيری وارخطايئ يی د شيدونه ډک ديگچی په ځان راواړاوه. سپرغئ هم چه د کوټی ﭙﮫ جارو کولو بوخته وه، بیدرنگه جارو ﭙﮫ ځای ﭙريښوده او د دروازی ﭙﮫ لور يی ورمنډه کړه. د کور مخی ته د کوچنيانو او ځوانو هلکانود څو شيبو شور او زوږ نه وروسته د کور ﭙﮫ وره محبت خان راننوت. گلالئ ترور که له يوی خوا ﭙﮫ خپل نازولي زوی اوبه ورشيندلی له بله ﭙلوه زړگي او سپرغئ هم د گران ورور ﭙﮫ ليدو چه څو کاله وروسته وطن ته راستون شوی وو د خوښئ اوښکی تويولی.
محبت خان څو کاله د مخه دده د پلا ر د کوچنيتوب د يوه ملگري چه مدیر گل محمد نوميږي او ﭙﮫ حکومت کی د کوم غټ منصب خاوند دی ﭙﮫ مرسته د زده کړو د ترلاسه کولو ﭙﮫ موخه ليری ملکونو ته تللای وو چه د زدکړو د بشپړولو نه وروسته همالته پاتی شوی وو.
محبت د مور، خور، او ورور د دردناک حالت ﭙﮫ ليدلو لومړی خو يو څه ﭙﮫ فکر کی شو خو خپل ځان ته د پام ﭙر ور اووښتلو دا هر څه ورته يو ډول عادي وبريښيدل پدی وخت کی یی پام د پلا ر نشتوالي ته وگرځيد او له مور نه يی د هغه د نه موجوديت پوښتنه وکړه. مور يی پداسی حال کی چه د خوښئ اوښکو يی یو ځل بیا د غم درياب ته وردانگلي وو، محبت ته د هغه د پلار ﭙﮫ اړوند وويل چه׃ ”مابت جانه پلا ر غريب خو دی ستا د تگ نه څه موده ورسته ددی ﭙاني دنيا نه لاړ او مونږه ئی بس د خدای پاک ايلی ته پريښودو“. گلالئ ترور ددی لپاره چه د خبرو ټکی يی بدل کړای وي ﭙﮫ سپرغئ ور غږ کړ: ”سپرغئ لوری! هله که ﭙﮫ ها کټ کی توشکه اواره که چه مابت لالا دی د اوږدو لارو مزلونو ستړی کړی دی چه لږه دمه وکي بيا به د زړه خواله ورسره وکو“. د پلار د مړينی د خبر په اوريدلو سره د محبت په حالت کی لږ څه تغير راغی خو هغه خدای بخښلي پلار ته يوازی د بخښنی ددعا په غوښتلو سره بسنه (اکتفاء) وکړه. له بلی خوا د کلي خلکو که هغه زاړه دي که ځوانان او که ښځی يا ماشومان په ډيره بی صبرئ سره د محبت د ليدلو ﭙﮫ نيت د هغوی د کور په لوری لياری جوړی کړی وی.
د خلکو سره د روغبړ نه وروسته چه لمر هم خپله لمنه لا له وړاندی ټوله کړی وه، گلالئ ترور گران او نازولي زوی ته ور غږ کړ چه: ”مابته زويه! راځه دلته په کوټه کی می درته کټ جوړ کړی دی، ته ډير ستړی شوی يی، اوس ارام وکه، نوری خبری به بيا بل وخت کوو“. محبت پداسی حال کی چه په مخ کی يی د خوښئ هيڅ نښی نښانی نه ښکاريدی، د مور خبره يی ورغبرگه کړه او ورته يی وويل چه: ”يو خو دا تاسی د کلي خلک هيڅ د وخت په قدر نه پوهيږئ چه هر وخت بس د خبرو دپاره وخت در سره وي، ما سره يوازی همدا نن شپه وخت شته، که څه په زړه کی لری همدا اوس يی راته ووايه“. گلالئ ترور چه د زوی نه يی داسی تمه نه کيده، د هغه خبره په خندا واخيسته او زوی ته د ارامی شپی د غوښتلو په ارزو د کوټی نه ووتله. محبت سهار وخته د چرگانو په اذانونو پداسی حال کی له خوبه را بيدار شو چه تندی يی تريو وو چه بيا نو خوب يو نه ووړ. هغه لا هم له ځانه سره پدی خبرو بوخت وو چه: ”دی د وطن خلکو ته وگوره چه هسی خپل وخت تيروي او د ژوند د کولو په نامه ځانونو ته دهوکه ورکوي“ چه ناگهانه يی د مور دا اواز تر غوږه شو: ”د مخ او لاس مينزلو ته می درته په لوټکه کی تودی اوبه اچولي دي، چه مخ او لاس دی ومينزل بيا نو د چای څښلو ته راشه“.
محبت چه لا له وړاندی يی تندی تريو وو د مور د خبرو په اوريدلو سره يی له ځانه سره وويل: ” دا دی لا بله خوشالي، اوس به لا مخ او لاس هم به لوټکه وينځم“. د چای د څښلو په مهال د کور دروازه ټک ټک شوه، زړگی چه لکه د تل په څير د دروازی پرانستلو ته شين ناست وو، دا ځل هم ددروازی خلاصولو ته ورمنډه کړه، لږه شیبه وروسته يی مور ته غږ کړ: ”موری! ملا صيب د مابت لالا ستړي مشي ته راغلی دی“. مور يی زړگي ته وويل: ”زړگيه زويه! ملا صيب اوجری ته بوځه، مابت لالا دی اوس درځي“. ملا صاحب پداسی حال کی چه په سترگو یی څه نه لیدل، د محبت سره تر روغبړه وروسته هغه ته د دين خبری کولی، محبت د ملا صاحب خبری د زړه د پاسه اوريدی خو چه زړه يی تنگ شو، د کوټی نه غلی راووت او ملا صاحب يی په کوټه کی پداسی حال کی يواځی پريښود چه ده ته د نصيحت په کولو بوخت وو.
محبت مور ته ور غږ کړ تر څو مخه ښه تری واخلي او د جيب نه يی څو نغدی روپئ هم راوايستی او مور ته يی ورکړی او ورته يی وويل چه زه اوس ولسوالئ ته د ځينو کارونو د ترسره کولو لپاره ځم چه بیا نو نه راستنیږم، ځکه يی نو د مور نه مخه ښه واخيسته. مور يی د محبت د مخه خی خبره د يوی نړئ مرموز نه په ډکی خندا په ټوکه واخيسته، نو يی مخه ښه هم ورسره ونه کړه. هغه پداسی حال کی له کوره ووت چه سپرغئ ته يی چه په نغري کی ملا صاحب ته د چايو په جوړولو بوخته وه د انگړ د وره له خولی د مخه ښی غږ وروکړاو ښاپیرئ غریبی ته خو یی بس تش په یو ځل پیکه لیدلو بسنه (اکتفاء) وکړه او پدی ډول د زړگي سره يو ځای د ولسوالئ په لور روان شول . ښاپیرئ د محبت د مینی ملگری وه چه یو وخت به دواړو د کلا شا ته هر مازدیگر په شیبو شیبو د مینی کیسی سره کولی او د راتلونکي گډ ژوند او کورنئ پلانونه به یی سره جوړول، او اوس چه د هغه د راستنیدو نه خبره شوی وه په ډیره بی صبرئ د کوم څیز په بهانه د گران محبوب د لیدلو دپاره چه په کلونو د داسی یوی شیبی په تمه وه د هغوی کور ته ورغلی وه.
د غرمی مهال وو، گلالئ ترور په تناره کی اور اچولای وو او پيړی يی جوړولی، سپرغئ هم په نغري کی د غرمنئ په پخولو بوخته وه چه زړگی کور ته راننوت او د نور وخت په خلاف د انگړ په يوه څنډه کی ودريد، مور يی ور غږ کړ چه: ”زويه ها کاسه راواخله، له غنمو يی را ډکه کړه چه د اکبر ماما په هټئ (دکان) کی ميوه پری راونيسی چه لالا دی وروسته له ډوډئ نه وخوري“- زړگي د مور خبری ته جواب ورنه کړ، سپرغئ له نغري نه را غږ کړ چه ”موری زه پوهيږم چه د زړگي له لاسه د غنمو له بوجئ نه د کاسی ډکول نه کيږي“- مور يی کاسه واخيسته، پخپله يی له غنمو راډکه کړه او د زړگي په لور وروخوځيده، خو کله چه زړگي ته ورنژدی شوه څه گوري چه د هغه په گريوان کی اوښکو لياری جوړی کړي دي- مور يی په سر د مينی لاس ورکش کړ او ورته يی وويل چه: ”زويه ته مه خپه کيږه، اوس دی لالا راغی، تر دی وروسته به د کوڅی الکان درته بدی ردی ويل او ټکول خو لا په ځای پريږده چه په کږو سترگو ام ونه گوري، اوس نو دا غنم واخله او هټئ ته يی يوسه چه ما په تناره کی ډوډئ پوری کړی چه ونه سوځي او له بلی خوا به دی لالا هم اوس راروان وي، غريب به وږی شوی وي د ولسوالئ لاره اوږده ده، په پښو باندی تللی دی“- زرگي چه د لالا نوم واوريده په ډير مظلومانه نظر یی د سپينو اوښکو نه ډکی بيگناه سترگی د مور په لوری راواړولی او ورته يی وويل چه: ”مابت لالا می نور نه راځي، هغه ولاړ او ما ته يی وويل چه دا د خټو په کورونو کی زما شپی نه تيريږی او ويی وويل چه زه ستنيږم چه دلته می هسی وخت ضايع کيږي…“ زړگي لا خبره نه وه خلاصه کړی چه د مور لاسونه يی په ريږديدو شو او د غنمو ډکه کاسه يی له لاسه ولويده چه په شيندل شوو غنمو له واره يو سيل چرگان راټول شول او اختر يی پری جوړ کړ.
سپرغئ چه په نغري کی د مور او ورور خبرو ته غوږ نيولای وو ددی خبر په اوريدو سره په ژړا له نغري نه رامنډه کړه او د مور په غيږ کی ورپريوته- مور يی چه وينه پکی وچه شوی وه او په سترگو کی يی سپينو اوښکو داسی لياری جوړی کړی وی تا به ويلی چه د اوړي په تيزو لمرونو کی د هسکو غرونو د څوکو واوری په ويلی کيدو دي، پداسی حال کی چه زړگی او سپرغئ يی سينی ته جوخت نيولي وو، غوښتل یی چه څه ووايی خو د غريبی ژبه بنده شوه، دا چه څه به يی ويل څرگنده نه شوه خو گمان کيږي چه غوښتل یی د زړه درد په ژبه راوباسي ، هاغه درد چه نور يی په زړه کی ځای نه ورته درلوده، ځکه زړه يی لا له وړاندی له دردونو ډک وو، خو ژبی يی ياري ورسره ونه کړه او پدی ډول په زړه يی د غمونو انبار نور هم ډير شو.
***
محبت خان په سوداگرئ کی دومره غرق وو چه مور، ورور او خور يی له ياده ويستلي وو، ليری ملک ته د تگ په لومړيو کلونو کی خو به يی کله ناکله يو نيم ليک د کور غړو ته استاوه چه اوس هغه هم نه استوي … .
څو میاشتی لا نه وی تیری شوی چه د محبت خان په سوداگرئ څه ټکه راپريوته چه نه يواځی سوداگريزی چاری يی په ټپه ودريدی بلکه د خلکو پوروړی هم شو او ټولو دوستانو او ملگرو لاس تری واخيست نو يی يو ځل بيا وطن ته د تگ تکل وکړ، که څه هم وطن ته د ستنيدو په وخت به يی د خټو نه جوړ شوي سپيره کورونه، د سپیو غپار ، د غوايانو يوی، په خرو باندی د سری چلول، د غواوو پوول او په ځانگړي ډول د وطن خواړه (سابه او سکړک) مخی مخی ته کيدل، او دا هغه څه وو چه دی يی د خپلو خلکو او وطن سره د مينی نه ليری ساتلی وو، خو له بلی خوا يی د کور دروازی هره شيبه پوروړو ور شرنگولی، نو يی بله هيڅ چاره نه ليده پرته لدی چه وطن ته ستون شوی وای. ځکه خو یی یواځینئ پاتی شوی شتمني چه کور وو، پوروړو (قرضدارانو) ته ورکړه او خپله په ډاگ پاتی شو. پدی ډول وطن ته د تگ په نيت وخوځيد. تر اوږده سفره وروسته خپل کلي ته راورسيده خو وطن ته د هغه دغه بيرته راستنيدنه تر ها بل ځل ډير توپير درلود ځکه هغه ته په پای کی دا څرگنده شوی وه چه وطن نه يواځی د زوکړی او خاپوړو خاوره ده بلکه د ريښتينی مينی ښوونکی هم دی- نو ځکه خو اوس د کلي هر د خټو نه جوړ شوی کور ورته د ښکلی ماڼئ، د مرغانو ډول ډول اوازونه د زړه را ښکونکی موسيقئ، سپيره او خړ پټي د شنو او په زړه پوری تفريح ځايونو… په ډول بريښيدل.
هغه لا هم د ډول ډول منظرو له ليدلو خوند اخيسته چه ناببره يی د شپيلئ غږ تر غوږه شو، په لور يی وروخوځيد، کله چه ورنژدی شو څه گوري چه يو شپون چه خړه خولئ يی په سر ده، په شليدلو جامو کی چه ډبل پټو يی تر ملا تړلی دی، ببر سر او خړ مخ چه دوخت د طوفانونو کلکی څپيړی يی په مخ کی له ورايه ښکاريدی، يوی ونی ته تکيه کړی ناست د شپيلئ په غږولو بوخت دی- د شپيلئ زړه راښکونکي غږ محبت دی ته اړيست چه د شپون خوا ته کښيني او د غږ له اوريدلو څخه خوند واخلي- شپون د شپيلئ په غږ کی د غمونو او دردونو په زمزمه کولو دومره غرق شوی وو چه تر خوا يی د محبت په ناسته هيڅ پوه هم نه شو او د شپيلئ غږولو ته يی دوام ورکړ او يواځی هغه مهال پدی پوه شو چه تر څنگه يی بل څوک هم شته چه يو ناگهانه غږ له خپلی دنيا نه راپورته کړ چه: زړگيه بچيه ددی لښتي نه خو می ها خوا پوری باسه!. دا د کلي د ملا غږ وو چه ددغی لياری نه په تيريدو سره به ځوان شپون مرسته ورسره کوله او هغه به يی د لښتي پوری غاړی ته پوری ويسته. محبت خان چه د زړگي نوم واوريده، لومړی خو يو څه په فکر کی شو خو هغه دا گومان نه کاوه چه گوندی ورور دی يی تر داسی يوه حالته رارسيدلی وي خو کله چه د ژوری پاملرنی نه وروسته پدی باوري شو چه شپونکی یی کشر ورور دی، بی واکه یی په ژړا پیل وکړ او په چیغو چیغو یی وژړل خو مخکی تر دی چه څه ووایی زړگي مخ تری وگرځاوه او د ورور له درلودلو څخه یی نټه (انکار) وکړ- محبت د شا له لوری د زړگي په اوږه لاس ورواچاوه او ټينگار يی وکړ چه هغه دا ځل د پخوا په خلاف په زړه کی د يوی نړئ مينی سره راغلی دی. خو د ا هغه خبری وی چه ځوان شپون ته يی قناعت نشو ورکولای نو ځکه خو يی شپيلئ په ملا کی وټومبله او د رمی په لور ورروان شو- محبت په ژړغوني غږ زړگي ته تر شا ور غږ کړ چه: (ورورکه!!!)، دا نو هغه غږ وو چه زړگی يی ټول ژوند د اوريدلو په ارمان وو نو ځکه خو له تگه راوگرځيد او مشر ورور ته يی مخ پداسی حال کی ورواړاوه چه سترگی يی لا له وړاندی له اوښکو ډکی شوی وی. محبت يی خوا ته ورنژدی شو او د بخښنی په غوښتلو سره يی هغه غاړی ته راجوخت کړ چه پدی ډول یی پخه شيبه د خوښئ ژړاگانی سره وکړی.
لږه شیبه وروسته چه ایله د دواړو وروڼو په سترگو کی اوښکی پاکی شوی وی محبت د زړگي نه د مور او خور پوښتنه وکړه، زړگي چه یو وار بیا یی سترگی له مظلومانه اوښکو نه ډکی شوی وی مشر ورور ته پدی ډول کیسه پیل کړه: د پلار تر مرگه وروسته مونږ ډیر پوروړي شو، څو کاله وچکالي وه ځمکه ټوله شاړه وه نو زمونږ دا ارزو وه چه ته کله راستون شی نو ټول پورونه به خلاص کړی چه پدی سره به زمونږ ژوند ښه شي خو ستا راتگ داسی یو راتگ وو چه زمونږ غمونه او دردونه ئی نه یواځی دا چه کم نه کړل بلکه نور ئی هم پسی ډیر کړل.
څه موده وروسته مو ځمکه او جایداد د پوروړو له لوری قبضه شول او مونږ ته یوازی کور پاتی شو. ددی دپاره چه یو څو شپی او ورځی مو د عزت ژوند تیر کړی وای، کور مو هم وپلوره چه هیڅ راپاتی نه شو. زه اوس د کلي د خلکو میږی او وزی په یوه خیټه ډوډئ څروم او د شپی له خوا په جومات کی ویده کیږم. مور د کلي د ملک کور ته د بر کلي د کاریز نه اوبه راچلوي او د کور نور کارونه یی په مخ بیایي چه زه ورسره په میاشت کی یو ځل هغه هم په ډیره سختئ سره یواځی د څو شیبو دپاره لیده کاته کولی شم. سپرغئ هم واده شوه او بل کلي ته ولاړه، چه پدی ډول زمونږ ژوند داسی یو حالت ته راورسید. محبت چه دا واوریدل زړه ئی ډک شو او غوښتل چه یو وار بیا ښه په چیغو چیغو وژاړي خو ورور ته د تسلئ د ورکولو لپاره ئی ځان په خپل واک کی راووست، په اوږه ئی لاس ورکیښود او وعده ئی ورکړه چه تر دی وروسته به خپل ټول ژوند کورنئ او وطن ته د خدمت په لیاره کی تیروي او تر هغی به څو واری ډیره مینه ورسره کوي څومره چه ئی نفرت ورڅخه کاوه… .
محبت غوښتل چه د مور او گرانی لیلا (ښاپیرئ) د لیدلو او د هغوی نه د بخښنی د غوښتلو په نیت کلي ته ورشي خو گومان ئی کاوه چه د هغوی سره د سترگو د مخامخ کولو ځای ور پاتی نه دی نو ځکه خو لومړی د ښار په لوری د کار د پیدا کولو په نیت وخوځید چه څو ورځی وروسته راستنیږي او زړگي ته زیری ورکوي چه د مدیرگل محمد په مرسته په حکومت کی په کوم ښه منصب وگومارل شو او پدی ډول د مور په لور ورروانیږي خو په لیاره کی ښاپیرئ گوري چه منگی په سر د چینی په لوری روانه ده، په خوشحالئ سره ئی په لوری وردرومي، غږ پری کوي، خو هغه جواب نه ورکوي او خپل تگ ته ادامه ورکوي. محبت په ډیره عاجزئ سره له ښاپیرئ نه بخښنه غواړي او پخواني وختونه ور په زړه کوي. ښاپیرئ منگی له سره را ښکته کوي او د مینی پخواني یار ته د اوښکو ډکی سترگی وراړوي او ورته وایي چه زما او ستا لیاری یوه له بلی سره بیلی دی ځکه تا دنیا لیدلی او له هغی نه خبر یی او مونږ د کلي ساده خلک یو، که په بر یا کوز کلي کی هم څه پیښیږي مونږ تری نه خبریږو، تا به په ښکلیو او دنگو ماڼیو کی ژوند تیر کړای وي او مونږ د خټو په کورونو کی شپی او ورځی تیروو نو ځکه خو زه ستا وړ نه یم او تا ته ښایی چه د خپل ځان په اړوند له سره فکر وکړی او… محبت ئی خبره پدی ورغوڅه کړه چه گوندی د ښاپیرئ مینه یی تل په زړه کی وه خو د ژوند او سوداگرئ چارو دومره لالهانده کړی وو چه دی مینی ته یی هیڅ پام نه وو شوی.
هغه که هر څومره کوښښ وکړ چه ښاپیرئ پدی قانع کړي چه په خپلو کړو وړو چه د هغی په وړاندی یا د خپلی کورنئ سره یی کړي دي پښیمانه دی او نور به نو داسی څه نه تکراروی چه د چا زړه پری دردمن شي خو دا هغه خبری وی چه دردمنی ښاپیرئ ته یی چه په کلونو کلونو یی د خپل محبوب یار په تمه د جدایئ شپی سبا کولی قناعت نه شو ورکولای نو ځکه خو یی منگی په سر کړ، روانه شوه او لاړه.
که څه هم محبت وروسته تر دی چه مور یی وباښه له هغی او ورور سره یو ځای په ښار کی نسبتاً د ارام ژوند په کولو بوخت شول خو د هغه په ژوند کی بیا هم یوه ستره نیمگړتیا وه چه دی یی د غم اخري پولو ته رسولای وو او دا نیمگړتیا دده په کور کی د ښاپیرئ د ځای تشوالی وو. یوه ورځ چه چرت وړی وو او خفه ناست وو ناگهانه د زړگي دی غږ د غمونو له دنیا نه را پورته کړ چه (لالا ښاپیرئ…) زړگي لا خبره نه وه خلاصه کړی چه محبت یی په خوله لاس ورکیښود ځکه فکر یی وکړ چه په ښا پیرئ کومه بده پیښه شوی. لږه شیبه وروسته یی د زړگي لاس ته پام شو چه لیک یی پکی نیولای وو، هغه یی تری په ډیره وارخطایئ سره واخیست او د هغی په څیری کولو یی پیل وکړ ځکه هغه دا وسه په ځان کی نه لیدله چه د ښاپیرئ په اړوند دی کوم بد خبر ولولي خو د لیک د څیری کولو په مهال یی د لیک شا ته پام شو چه پری په غټو، ښکلیو او رنگینو تورو لیکلي وو-
زما محبته! ستا ښاپیرئ- ستا په انتظار کی .
پای