کور / تازه خبرونه / د امریکا تجارتی کسر ۵۹ بلیونه ډالره سو

د امریکا تجارتی کسر ۵۹ بلیونه ډالره سو

فرانس پریس آژانس د امریکا د تجارت د وزارت له قوله خبر ورکوی چی تېره میاشت ( اګسټ ) د امریکا سوداګریز کسر ۳٬۵٪ نور هم جګ سو او جمعأ ۵۹٬۱ بلیون ډالرو ته ورسېد . خبر زیاتوی چی په دغه میاشت کی امریکا د ۱۶۴٬۷ بلیونوډالرو صادرات لرلي دي او په مقابل کی یې د ۲۲۳٬۹ بلیونو ډالرو په ارزښت اجناس او مواد وارد کړي دي چی دا هیڅ سارﺉ نه لری . پدې ۵۹ بلیونیزه تجارتی کسر کی ۲۵٬۳ بلیونه ډالره یې صرف د چین د لاسه ور پېښ سوي دي یعنی دا چی د دې هېواد څخه یې د ۳۱٬۸ بلیونو ډالرو شیان وارد کړي دي . اقتصادی ماهرین عقیده لری چی د امریکا اقتصاد په سرعت سره مخ پر کمزورۍ درومی او هغسی منابع او وسایل نه تر سترګو کیږی څو ژر د دې بحران څخه نجات ومومی او هغوی دا رکود د څو نورو عواملو تر څنګ په نړۍ ( خصوصأ عراق او افغانستان ) کی د واشنګټن د سترو پوځی مصارفو سره تړي .