الله داد نوري: د افغانستان د کرکټ د لوبډلې بریا افغانان زیات خوښ کړل.

34 | اکتوبر 10th, 2008


د افغانستان د کرکټ د فدراسیون مشر الله داد نوري لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې په افریقايي هېواد تنزانیا کې د نړیوالو سیالیو د غوراوي په څلورم ډېوېژن کې د افغانستان بری د ټولو افغانان د زیاتې خوښ سبب شو، هغه وویل د اتلې لوبډلې ښه هرکلی به وکړي.
الله داد نوري وویل چې افغانستان درېیم ډېوېژن ته لار وموندله او که چېری وروستی لوبه یا پایلوبه هم وګټي، نو د څلورم ډېوېژن اتله لوبډله به وبلل شي.
نوري دا ډول خبر ورکړ چې اتلو لوبغاړو ته به له خپله جېبه نغدي مرستې هم ورکړي، الله داد نوري دا ډول لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې د افغانستان د کرکټ د فدارسیون چارواکي به خپله پوره زیار وباسي چې لوبډله یې ښه ولمانځي، هغه د حکومت په چارواکو غږ وکړ چې د کرکټ لوبډلې ګڼې لاسته راوړنې لرلي او باید د کرکټ د رشد لپاره زیاته پاملرنه وشي، د کرکټ د فدراسیون مشر الله داد نوري په ټولو سوداګرو غږ وکړ چې اتله لوبډله ښه ولمانځي.
افغانستان نن په تنزانیا کې ایتالیا ته سختې ماتې ورکړه او له دی سره یې درېيم ډېوېژن ته لار وموندله افغانستان به سبا ته له هانګ کانګ سره لوبه کوي او ښايي چې د څلورم ډېوېژن اتل هم شي.

Copyright Larawbar 2007-2024