کور / تازه خبرونه / د انتحاری حملې تلفات ۳۲ کسو ته ورسېد

د انتحاری حملې تلفات ۳۲ کسو ته ورسېد

فرانس پریس آژانس د پېښور څخه خبر ورکوی چی یو ځان وژونکي د هغی جرګې تر څنګ خپل موټر والوزاوه چی حکومت پلوه قبایلو په اورکزی ایجنسی کی جوړه کړې وه او ۳۲ کسه یې ووژل او ۵۰ نور یې زخمیان کړل . افضل خان فرانس پریس ته وویل څه نا څه دوه زره کسه د خلجو په سیمه کی په آزاده هوا کی راغونډ سوي وو تر څو د طالبانو سره د جنګېدو په نېت یو « لښکر » جوړ کړي . دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغه منځته راغله چی دغو قبایلو په اورکزیو کی د جنګیالیو دوه کورونه سوځولي وو . تر دې یوه ورځ مخکی طالبانو څلور هغه قبایلی مشران وژلي وو چی د دوی پر ضد یې د حکومت د پوځی عملیاتو سره کومک کاوه . ویل کیږی چی امریکا پر پاکستان خپل فشار ډېر کړی تر څو د طالبانو پر ضد خپل پوځی عملیات جاری وساتی او قبایل د هغوی پر ضد استعمال کړی .