کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د استخباراتو د ادارې د یو ورورستي رپورټ  په حواله  لیکلي دي چې د افغانستان امنیتي حالت نور هم د خرابیدو په حال کې دي.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې د ولس مشر کرزي د ورور قیوم کرزي په نقل لیکلي دي چې له طالبانو سره د خبرو بهیر به دوام وکړي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مسله راغستې او لیکلي دي چې نور نو باید دا لړۍ پاې ته ورسولې شي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د پراختیايې پروژو په بشپړولو ټینګار کړې دې.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې په پاکستان کې د تښتول شوي افغان ډیپلوماټ د خلاصون لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې او لیکلي دي چې دا هڅې لا هم روانې دي.

ورخپاڼې په یو بل خبر کې لیکلي دي چې په کابل کې د افغانستان پاکستان او ایران ستر هنري نندارتون پرانستل شو.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د پریکړې پر بنسټ لیکلي دي چې په افغانستان کې د نشه يې توکو په کاروباریانو به مستقیمې حملې وشي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې برطانیه د طالبانو د تبلیغاتي جنګ د مخنیوي پلان جوړوي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم په وروستیو بریاو تبصره کړې او هغه د یوالي عظمت بللې دې.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوازني غټ سرلیک کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د جوړ جاړې په روانو هڅو کې د نواز شریف منځګړیتوب ته په اشارې لیکلي دي چې دا د طالبانو د ژغورلو لپاره د پاکستان د نوي سیاست یوه برخه ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف په مبارزه کې د برخه اخستو لپاره د ناټو ددفاع د وزیرانو په پریکړې تبصره کړې او هغه يې یو بل ستراتیژیک بدلون بللې دې.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې د هغو کډوالو شمیره هم خپره کړې چې تیر کال له ایران نه شړل شویدي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې د سعودي عربستان په منځګړیتوب د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو مسله راغستې او لیکلي دي چې دا خبرې به هیواد د جنګ او تباهۍ په لور بوزي.

ورخپاڼې پخپل لومړي مخ  کې د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې د وزیر په حواله لیکلي دي چې نړیواله ټولنه دې پر پولو د امنیتي کمربندونو په جوړولو کې همکاري وکړي.

د ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغان حکومت په کابینه کې د ممکنه بدلونونو په اړه تبصره شوې او هغه يې یو پر ځاې خو ناوخته اقدام بللې دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو او پیښو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د نشه يې توکو سوداګرۍ په افغانستان کې د نا امنۍ اصلي سبب دې.

خو اصلاح بیا په افغانستان کې د انساني قاچاق په پیښو کې په زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړې ده.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د جرمني د یو پوځي چارواکي په حواله لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې د سولې د ټینګولو په هڅه کې نده.

ورځپاڼې له طالبانو سره د افغان دولت د خبرو په ملاتړ کې د امریکا ددفاع د وزیر په نقل لیکلي دي چې د افغانستان د روان بحران  د حل وروستۍ ستراتیژي له طالبانو سره د سولې خبرې دي.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته کتنه کړې او لیکلي دي که چیرې جدي اقدام ونشي نو په ۲۰۰۹ میلادي کال کې به د تاتریخوالي کچه نوره هم جګه شي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ورورستي رپورټ تبصره کړې چې پکې په افغانستان کې د روانو نا امنیو اصلي علت د دولت کمزورتیا بلل شوې.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې ملا عم ته د ولس مشر کرزي لخوا په استول شوي لیک تبصره کړې او لیکلي دي چې د مقاومت جبهه له طالبانو سره د خبرو په وړاندې اساسي ستونزه ده.

د ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د کابل ښار والۍ په فعالیتونو کلک انتقاد شوې او لیکل شویدي چې دغه اداره د یوې حکومتي مافیا په څیر عمل کوي.