کور / نوميالي / د ارواښاد الحاج محمد کریم ولي زاده په ویاړ

د ارواښاد الحاج محمد کریم ولي زاده په ویاړ

الحاج محمد کریم ولی زاده هغه ستره هستی وه چی زمونږ په سر باندی سوری ؤ او د هغو نامتو مجاهدینو له جملی څخه وو چی خپل دښمن ته یی په سنګر کښې داندان شکن ځوابونه وکړی وه الحاج ولی زاده صاحب خپل ټول عمر دخلکو په خدمت کی تیر کړد دین او اسلام لپاره یی هر قسم تکلیفونه تیرکړل محترم الحاج ولیزاده صاحب ډیر دلاوره شخصیت ود یو نږدی دوست د خولی خبره یی چی هغه ویل چی الحاج صاحب به په جهاد کښې ډیر په غورځنګ سره برخه اخیسته او د دښمن مقابله به یی ښه په میړانه کوله د جمیعت د تنظیم رهبر استاد برهان الدین ربانی ډیر نژدی ملګری او دوست و ولیزاده صاحب به هر وخت د دی سرکشه خلکو د دین او اسلام دښمنان د ظلم او وحشت قصی کولی د یوه دوست د خولی خبره  یی ده چی وایی ما دالحاج ولیزاده د خولی څخه اوریدلی و چی  :


هغه مبارک ویل زما هر قسم رنج او تکلیف قبول دی خو نه د غلام په شان زندګی په رنج کی دی یم خو چی ازادی یم او ازادی خوښوم دی مبارک ویلی وو چی هر افغان په ازادی مین دی او هیڅکله به غلام او سرټیټی ونکړی دی مبارک به همیشه دنیکو خلکو سره ناسته پاسته وه او دهغو چه هرڅه ته ضرورت ودی مبارک به ورته ورکول ارواښاد د خپلو افغانانو ورورنو د بچیانو لپاره مکتبونه  مدرسی او ډیر د درس وییلو ځایونه جوړل کړل ارواښاد د خولی خبره ده Ú �ه هغه ویلی و د افغانانو بچیان په هرقØ چی وی باید د تعلیم او تربیی په پوښ وپوښ شی او په اینده کښې خپل ژوند په ارامه تیر کړی اودخپل وطن او خلکولپاره خدمت وکړی. تل یی کوشش کاوه چی د کومو خلکو خلاف کارونه یعنی د شرعی نه خلاف او ناروا کارونه غلط رواجونه ختم کړی او په ځای یی د اسلام د قوانیونو څخه کار واخلی د الحاج صاحب د علماؤ سره ډیره زیاته مینه او محبت و هر وخت به دعلماؤ ډلی تیری چاپیره وی خپل هر قسم کار به یی چی کاوه نو دهغو سره به یی مشوره کوله  طالب علمانو ته به یی د ضرورت وړ شیان پوره کول د یادونی وړ ده چی الحاج ولیزاده صاحب به د خپلو نوکرانو او کاریګرو سره هم ډیره اخلاص درلوده او دهغو ضرورت به یی پوره کولو لنډه دا چی الحاج صاحب د بی وزلو او بی چارو سره مینه هم درلوه او کومک به یی ورسره هم کولو.



 ولی زده صاحب هغه ستره هستی وه چی زمونږ په مابین کښې د یو لوی مشر حیثیت درلوده  دی مبارک په دین میین په هروخت کښې  د علماؤ سره د خلکو د زده کړی او هغو ته دین ورښودلو په فکر کښې خبرې کولی ارواښآد به تل کوشش کاوه چی د هغو بدڅیره غریبانو دڅیرو څخه او د هغو د کارو عناناتو څخه څخه زمونږ ځوانان بچ او ځان وساتی او د هغی د علمی کولو پرځای باید د اسلامی قوانیونو تقلید وکړی. الحاج صاحب به د هری پنجشنبی په ورځ د قرانکریم ختم کولو او خپل انګړ کښې به  یی د هر قسم علماؤ څخه ډک و الحاج محمد کریم ولیزاده په سعودی عربستان کښې و چی یوه ورخ د پنجشنبی په ورځ ټول خلک د قرانکریم د ختم لپاره په یوه کوټه کښې ناست و او قرانی خوانی و کله چی مبارک قرانکریم ختم شو بعد د هغه نه دعا وشوه


 او د دعا نه پس  یو غټ دسترخوان وغوړیدلو او میلمانو ته  یی چای راړو د دسترخوان غوړیدو سره د عادت سره سم یو مولوی چی د ابوبکر صدیق (رض) د مسجد امام و مولوی صاحب مصطفی کمال هم موجود وو کمال صاحب وویل  چه خدای دی خیر وکړی ما بیګاه داسی خواب ولیدو چی الحاج ولیزاده صاحب په یوه لوړه غونډی باندی ولاړ وی او زه هم ورسره یم پدی وخت کښې دغلته نور خلک په کار لګیا و او د هغو خلکو سره خطرناک شیان و چا سره کولنګ او چا سره بیل ؤ پدی وخت کښې الحاج ولیزاده صاحب زما څخه لږ لیری ولاړ اونږدی هغو ته شو هغه خلک Ú په کار مصروف  و فکر او خیال یی نه وو چه د الحاج په مخ باندی یی هم خاوری واچولی یو ځل دوه ځله خو اخر ما ورته اواز وکړ چی ای ظالمانو دا څه کوی دا مبارک شخصیت تاسی نه وینی چی پدی باندې مو خاوری واچولی غال مغال می ورسره وکړ


پدی غال مغال کښې یودم د خواب څخه رابیدار شوم کله چی رابیدار شوم ومی وویل خدای دی خیر کړی کله چی دغه خوب کمال صاحب بیان کړ وروسته یو څو ورځی بعد الحاج صاحب په سعودی عربستان کښې ډیر سخت مریض شو او بیا پاکستان ته راغلی د هغی وروسته دلته په اسلام آباد کښې د تداوی لپاره و چی مریضی یی سخته شوه  داپیریل پر27 د یکشنبی په ورځ په شفاخانه کښې وفات چÙ ‡ وروسته بیا مړی یی کور ته او د کور څخه خپل وطن (افغانستان ) ته یوړل شو او هلته بیا د دوشنبی په ورځ په 3 بجو په پلخمری کښې دفن شو (انالله وانا الیه رجعون)



ارواښاد چی زمونږ څخه جدایی اختیار کړه دا داسی بریښی چه زمونږ د ټولو سرګروپ او مشر لاړو د هغوپه جدایی نه یوازی د هغوی کورنی غمګینه شوه بلکی دغه غم زمونږ شریکه غم و ټول خلک پدی ډیر زیات غمګین شو د هغه مبارک د کورنی لپاره د صبرجمیل او مبارک ارواښآد لپاره د جنت فردوس دعاګانی وشوی ډیرو لوړپوړو اشخاصو دارواښاد په مرګ غمګین شو د ولی زاده صاحب څخه چه کومه خالی ګاه رامینځ ته شوه هیڅکله به هم پوره نشی د هغی دکورنی لپاره ډیرو خلکو د صبرجمیل او ولیزاده لپاره د جنت الفردوس دعاګانی وکړی.د یادونې وړه ده چه باید د الحاج محمد کریم ولیزاده د میړانی څخه سترګی پټی نکړو اوتل باید هغه مبارک په خپلو دعاؤکښې یاد کړو د پښتنو یومتل دی چه میړه پټ کړه خو میړانه یی مه پټوه نو باید د ارواښاد ولیزاده هغه میړانه د هیره ونه باسو کومه یی چی د افغانانو ورونو لپاره کړی ده دښو خلکو تل ښه نو م پاتی کیږی که هغه وی که نه وی په ټولنه او اجتماع کی دهغه نوم په ښه اواحترام سره اخیستل کیږی ښه خلک که ومری هم مګر د هغو نوم ژوندی پاتی کیږی د ټولنی خلک ورته په درنه سترګه ګوری د هغوی اولادی ته احترام لری باید هیڅکله هم دیاد څخه ونه باسو چی ولیزاده صاحب د افغانانو لپاره ډیر خدمت کړی ؤ


د هغو بچیانو لپاره یی ښه مکتبونه مدرسی او اعلی اعلی استاذاÙ † یی ونیول چه درس ورکړی ترڅو نوی نسل دوهی علم اوتربیی په پوښ وپوښل شی او خپل ولس اوولسوالو ته خدمتونه وکړی ده به اکثره ویل چه زمونږ افغانان وروڼه ډیر په بدبختی سره اخته دی ځکه خپلو مینځو کی جنګونه لانجی او لاس ګریوان دی خپل دښمن یی هیر کړی اوپه خپلو کښې سره په جنګ اخته دی ارواښآد زمونږدسرسوری وزمونږ مشرو زمونږ بابا و زمونږ د پوهی اوتربیی په هکله هغه هیڅ شی پری نه ښوده د ده مبارک څخه  اوس دده اولاده پاتی ده چی د اولادی څخه یی هریو حاجی محمد نعیم ولیزاده ،حاجی محمد رحیم ولیزاده ، حاجی عبدالصبور ولیزاده او حاجی محمد نذیر ولیزاده  دمشرانو په توګه پاتی دی الله (ج) دی وکړی چی ولیزاده صاحب کومه وظیفه سرته رسوله هغه همداسی پاتی شی او جیریان ولری


او دهغه کوم سمسور کارونه چه ارواښاد به سرته رسول  هغه ختم نه شی الله تعالی دی ده ارواښاد اولادی ته توفیق ورکړی چه د ده په نقش قدم باندی رفتا وکړی او دده مبارک نوم همغسی ژوندی اوساتی او د ده څخه چی کوم دوستان خپلوان پاتی شوی د دوستانو سره دوستی اود خپلوانو سره خپلولی وکړی الله (ج) دی د ولیزاده په اولادی کښې برکت واچوی او د راواښاد کورنی ته  د الله (ج) څخه نیکی هیلی او پیرزوینو څخه ډکی دعاګانی وړاندی کوم.