کور / تازه خبرونه / برتانيه: د افغان جنګ د ختمېدو اټكل نه سي كېداى

برتانيه: د افغان جنګ د ختمېدو اټكل نه سي كېداى


په افغانستان كي د مېشتو برتانوي پوځيانو مشر د خپل هيواد يوې ورځپاڼي ته په مركه كي ويلي چي په افغانستان او عراق كي لا اوس هم حالات خراب دي او دا د افغانستان د عوامو دپاره د فتحي لاسته راوړنه نه سو ګڼلاى.
هغه وويل د افغانستان سفر تر اوسه نه دئ ختم سوى او ۷۸۰۰ برتانوي پوځيان د ناټو او ايتلاف د څه باندي اويازره عسكرو سره د طالبانو پر ضد جنګېږي.
د برتانوي قومندان په وينا د افغانستان روان جنګ ته د بريا او ماتي القاب نه سو استعمالولاى، خو موږ له افغانانو سره د طالبانو او القاعدې خلاف جنګ كي مرسته كوو چي په راتلونكو كلونو كي به د پام وړ مثبت نتايج ولري.