کور / تازه خبرونه / خوست: قلندر ولسوالي د لنډ وخت له پاره طالبانو نېولې وه

خوست: قلندر ولسوالي د لنډ وخت له پاره طالبانو نېولې وه

وسله وال طالبان وايي، چې تېره شپه يې د خوست قلندر ولسوالي نيولي او په  يو شمېر وسلو سربېره يې څو رېنجر موټرونه هم له ځان سره بېولي دي.
ځايي چارواکي هم د ولسوالۍ د نېولو پېښه تاييدوي، خو وايي چې اوس بېرته د دوى په ولکه کې راغلې ده.


طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې جنګياليو يې تېره شپه پر نوموړې ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو بريد کړى، چې په پايله کې  د ده په خبره پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ولسوالۍ له نېولو وروسته ګڼ شمېر وسلې او مهمات او دوه رېنجر موټرونه هم د وسله والو طالبانو لاسته ورغلي دي.
د خوست امنيې قوماندان عبدالقيوم باقي زوى وايي چې وسله والو په دې چل چې جنازه ورسره ده، ولسوالۍ ته خپل موټرونه ورنېږدې کړي او بيا يې پر پوليسو بريد کړى دى.
دى وايي چې له دوه ساعته سختې جګړې وروسته پوليسو ولسوالي د لنډ وخت له پاره پرايښي، خو اوس د دوى په لاس کې ده او په سيمه کې يې د بريدکوونکو طالبانو په موندلو پسې عمليات هم  پيل کړي دي.
قوماندان ومنله، چې د جګړې پرمهال د ولسوالۍ امنيې قوماندان  ټپي شوى او د ولسوالۍ يوه برخه زيانمنه شوې، خو د رېنجر او وسلو په اړه يې څه ونه ويل.
قلندر د خوست په شمال کې د منګلو يوه غرنۍ ولسوالي ده، څه وخت وړاندې هم د دغې ولسوالۍ د نېولو اوازه خوره شوې وه، خو ځايي چارواکو نه منله.