کور / تازه خبرونه / كراچي د خطر زنګ او په سعودي كونسلګري كي د بم اطلاع

كراچي د خطر زنګ او په سعودي كونسلګري كي د بم اطلاع


د پاكستان د سند ايالت په كراچي ښار كي د پوليسو او پوځيانو له خوا تلاښۍ پيل سوي او د ښار مركزي واټونه چي بهرنيو كونسلګريو، سركاري دفترونو او خارجي موسساتو ته غزېدلي دي، ټول د ټرافيكو پر مخ تړل سوي دي.
د كراچي پوليس وايي دغه ګام يې وروسته له هغه پورته كړى چي ښار ته د ځانمرګو بريد كوونكو د ننوتلو خبر ور ورسېد.
بلي خوا ته په همدې ښار كي پوليسو ته د سعودي په كونسلګري كي د بم خبر هم وركړل سوى چي تر پلټنو وروسته دروغ وګڼل سو.