تر سلو زيات طالبان په دوو نښتو كي ووژل سول
د افغانستان حكومتي چارواكي ادعا كوي چي د هيواد په جنوب لوېديځه حوزه كي يې تر سلو زيات طالبان په دوو بېلابېلو نښتو كي ووژل.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي ۶۲ طالبان د يكشنبې په سهار په لښكرګاه كي د ناټو او افغان پوليسو سره په يوه مخامخ جنګ كي ووژل سول، چي له هوايي قواوو څخه هم كار اخيستل سوى دئ او د څلوېښتو په شاوخوا كي طالبان په تېرو درو ورځو كي د تصفيوي عملياتو په ترڅ كي د هلمند په نادعلي ولسوالي كي وژل سوي دي.