روزګان: ځانمرګي بريد پنځه تنه ووژل

34 | اکتوبر 12th, 2008



د شنبې په ورځ په روزګان ولايت كي يوه ځانمرګي پنځه لارويان ووژل.
د روزګان د امنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو رئيس وايي بريد د دېروات ولسوالۍ په بازار كي د افغان ملي اردو پر يوه كاروان رامنځته سوى چي شپږ نور كسان پكښي ټپيان سوي دي.
په ټپيانو كي يو تن د ملي اردو عسكر هم شامل دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024