د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ولس مشر کرزي په کابینه کې اعلان شویو بدلونونو ته په اشارې لیکلي دي چې ولس له حکومت نه پخپلو کارونو کې د بنسټیزو بدلونونو غوښتنه لري.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې امریکا غواړي پهخ افغانستان کې د امنیت د ټینګولو په پروسه کې له قومي ځواک نه کار واخلي.
ورځپاڼې د پاکستان د روانو پیښو په اړه هم یو تفصیلي رپورټ خپور کړې او هلته يې امنیتي حالت ناوړه توصیف کړې دې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې د حکومت په کابینه کې د راوستل شویو بدلونونو یوازنې هدف د حکومت د چارو سمون دې.
ورخپاڼې په یو بل خبر کې لیکلي دي چې ولسي جرګې په هیواد کې د بهرنیو وګړو د اوسیدو په قانون بحث وکړ.
ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې د جنایتکاره ډلو په وړاندې د مافیت مسله څیړلې او لیکلي دي چې دې کلتور ته باید د پاې ټکې کیښودلې شي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د افغان حکومت په کابینه کې اعلان شویو بدلونونو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې ولس مشر کرزې غواړي له دې بدلونونو له لارې په راتلونکو انتخاباتو کې بریالې شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ملي شورا د ځینو وکیلانو په حواله لیکلي دي چې د حکومت اوسنۍ کابینه بې کاره ده.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په ننګرهار ولایت کې د یوې پوځي ډلې د نیولو خبر ورکړې او ویلي دي چې دې ډلې د نا امنۍ په زیاتو پیښو کې لاس درلود.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په کابینه کې په اعلان شویو بدلونونو تبصره کړې خو لیکلي دي چې دا بدلونونه به ګټور ثابت نشي.
ورځپاڼې په امنیتي چارو کې قومونو ته د ونډې ورکولو مسله هم څیړلې او لیکلي دي چې په افغانستان کې د ملیشو د جوړولو تجربه ناکامه ده.
په ورځپاڼه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي چې پدې اړه د امریکا او برطانیې چلند توپیر لري.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم په کابینه کې د اعلان شویو بدلونونو وروسته دا پوښتنه کړې چې ایا دا بدلون به د کوم دوا شي او که نه.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د ایساف ځواکونه د نورستان له کامدیش سیمې نه پشا شویدي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې تیر کال درې لکه او درې شپیته زره افغانان له ایران نه شړل شویدي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په وروستیو حالاتو او پیښو تبصرې کړي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په کابینه کې اعلان شوي بدلونونه څیړلي او هغه يې مثبت ارزولي دي.
خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د وچکالۍ ځپلو ولایتونو خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په کابینه کې اعلان شویو بدلونونو ته په اشارې لیکلي دي چې دا بدلون هیڅ ډول مثبته پایله نشي لرلې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ولسي جرګې په حواله لیکلي دي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ځنډول د اساسي قانون په خلاف کار دې.
په ورځپاڼه کې د ټرانیټ په برخه کې شتو تړونونو ته په اشارې د ټرانسپورټ وزارت په نقل لیکلي دي چې پاکستان خپلو ټرانزیټي ژمنو ته چندانې پابند ندې.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې په کابینه کې د بدلون اعلان په افغانستان کې د حالاتو د بحراني کیدو په لور اشاره ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ناټو ددفاع د وزیرانو په وروستۍ پریکړې تبصره کړې چې له مخې به يې ددوې ځواکګونه د نشه يې توکو په خلاف په مبارزه کې ښکیل شي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو فعالیتونو ته هم کتنه کړې او لیکلي دي چې دا ډله د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیاته فعاله کیږي.