کور / شعر / نامرده ياره

نامرده ياره

ماپه اخلاص تاسره ټول عمرياري وکړله
خوتانامردراسره تل فريبکاري وکړله
مابه په غيږتل نيولي ډيرپه مينه باندي
تاپه ټګی راسره مينه بازاري وکړله
مابه په سرو لاسونوتاته تل سلام کولو
خوتاهميش راسره چل او غداري  وکړله
تاراته ويل چه سره جوړه به درته راوړمه زه
 په پاکه مينه دي ځما تل جواري وکړله
ستا په خوږوخوږو وعدوباندی زه تيروتمه
قاضی ذاده هسی بی ځايه دي خواری وکړله