کور / z_buitenland_news -- 5 / حاجيان بلواګانو او اړو دوړ ته هڅول کيږي

حاجيان بلواګانو او اړو دوړ ته هڅول کيږي

مكه مكرمه ,دلييند يولسمه حبيب  الرحمن ابراهيمي


په مکه مکرمه کي دارشاد حج او اقافو وزارت د بعثې کمېټې چارواکي وايي چي داسي يوه ډوله کسان پيدا سوي دي چي حاجيان بلواګانو او اړودوړ ته هڅوي .


په مکه معظمه کي د بعثې کمېټې مشر مولوي اسرارالحق د لېندۍ پر يوولسمه په مکه مکرمه کي د لراوبر ويبپاڼي خبريال ته وويل چي دغه کسان د يوشمېر افغانانو په ملګرتيا د حاجيانو پر تعميرونو او د اوسيدو په ځايونو کي د شپې او ورځي له خوا ګرځي او حاجيان لاريونونو ، اړودوړ او ناوړه تبليغاتو کولو ته هڅوي. 


نوموړي ونه ويله چي دغه کسان په کومه ډله پوري تړلي دي خو زياته يې کړه چي دغه کسان د افغانانو د مذهبي، سياسي او اقتصادي ګټو دښمنان دي .


نوموړي وويل چي د سعودي د پوليسو سره يې په ګډه ددغو کسانو د نيولو په خاطر هڅي پيل کړي دي .


د بعثې کمېټي مشر دا هم وويل چي که څه هم نژدې او هم ښه نوي تعميرونه په مکه مکرمه کي حاجيانو ته نيول شوي چي ډيري عصري خوني لري خو هغه وويل چي د افغانانو دښمنان دلته هم د افغانانو په وړاندي جنجالونه راپورته کوي  او د خپلو شخصي ګټو په خاطر غواړي دلته اړودوړ رامنځته کړي .


هغه وويل سږ کال ډير نوي تعميرونه په ښکلي او عصري ډول د حاجيانو د هستوګني له پاره جوړ سوي دي چي د ډيرو تعميرونو دروازې په کمپيوټري خاصو کارتونو خلاصيږي .