کور / راپور / دملګري ليکوال کوټه مياشتنۍ غونډه جوړه سوه

دملګري ليکوال کوټه مياشتنۍ غونډه جوړه سوه


د ملګري ليكوال كوټي ، مياشتنۍ غونډه 


نن د شنبې په ورځ د ډسمبر د مياشتي په لومړۍ نېټه د سهيلي پښتونخوا كويټه هوټل كوټه كې د ښاغلي عارف تبسم په صدارت كې د ملګري ليكوال كوټه مياشتنۍ غونډه وسوه ، ګل خان حيرت د قرآن شريف د څو مقدسو اياتونو په تلاوت سره غونډه پرانته ، په دې غونډه كې لومړى عمرګل عسكر خپله يوه ليكنه [ پښانه به كله رابيدار سي  ] تنقيد ته وړاندي كړه چي ملګرو ښې په زړه پورې خبرې ورباندې وكړې او دا ليكنه يې وستايله .


ورپسې يوه ازاده مشاعره وسوه چي ملګرو ډېر زړه راښكونكي او نوين شعرونه وويل .


په دې غونډه او مشاعره كې ، ښاغلي پروانه ، عبدالرحيم ، نياز خلجي ، باركوال مياخېل ، حبيب الرحمٰن تاثير ، جاويد اقبال  ، عارف تبسم ، ښاغلي ګل خان حيرت ، ښاغلي مقدس خان معصوم ، او محترم عمر ګل عسكر ، برخه لرله ، ياده دي وي چي د ملګري ليكوال كوټي په راتلونكې غونډه كې به د دې ټولني ټاكنې كېږي ، چي د جنوري د مياشتي په لومړۍ نېټه به وي ، د ملګري ليكوال كوټي هره د جنوري د مياشتي په لومړۍ ورځ كې د دوو چوكيو دپاره رايي وركول كېږي چي يوه يې صدر او بله يې د مرستيال وي د يادوني وړ ده چي دا ټولنه په كوټه بلكي په ټوله سيمه كې تر ټولو يوه فعاله ټولنه ده چي وخت په وخت يې ادبي سمينارونه د كتابونو مخكتنې ، او نور ډېر كارونه تر سره كړي دي .


 حبيب الرحمٰن تاثير – لراوبرويبپاڼه سهيلي پښتونخوا كوټه h.taseer@gmail.com