زده کوونکو د احمد ولي کرزي په پلوي لاريون وکړ
د ميرويس لېسې زده کوونکي چې نن رخصت وو، د احمد ولي کرزي په پلوي په يوه مظاهره کې راڅرګند شول.
دوى چې د احمد ولي کرزي عکسونه او د هغه په پلوي شعارونه يې له ځانونو سره لېږدول له سهاره يې تر غرمې پورې مظاهره وکړه او د يوناما د دفتر مخې ته يې پاى ته ورساوه.
په خپل پرېکړه ليک کې يې پر بهرنيانو انتقاد کړى و، چې افغان چارواکي سپکوي او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.
مظاهره چيانو د نيويارک ټايمز ورځپاڼې وروستۍ ليکنه بې بنسټه وګڼله چې احمد ولي کرزى يې د نشه يي موادو په قاچاق تورن کړى دى.
که څه هم د پوهنې وزارت په دې وروستيو کې په لاريونونو او نورو رسمي غونډو کې د زده کوونکو ګډون منع اعلان کړى، خو په کندهار کې د وروستۍ مظاهرې زيات ګډونوال زده کوونکي وو.