کور / تازه خبرونه / خوست: د كركټ اتلانو وستايل شول

خوست: د كركټ اتلانو وستايل شول

په خوست ولايت كې د افغان كركټ لوبډلې اتلوالي د ځوانانو، سپورتكونكو او ټول خوستيانو لخوا ولمانځل شوه


نن ورځ له غرمې وړاندې د خوست ښار په غازي ببرك خان پارك كې د ملي اتڼونو او يو پراخې غونډې په ترڅ كې د كركټ افغان لوبډله وستايل شوه او د دې لوبډ لې د اتلوالي د هيواد لپاره يوه بله خوشالي او لاسته راوړنه وبلل شوه. ګډونوال له دولت څخه وغوښتل چې كه ځوانانو ته په نورو برخه كې هم موقع وركړل شي نو ښې لاسته راوړني به ولري.



 


تيره ورځ د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې هانګ كانګ ته په ماتي وركولو سره په تانزانيا كې د ۲۰۱۱ كال د كركټ نړيوالو سياليو د غوراوي په څلورم پړاوو كې اتلوالي تر لاسه كړه .


د دې لوې لاسته راوړنې له امله د افغانستان درست اوسيدونكي زيات خوشاله دي ، خو خوست يوازنى ولايت دى چې په لومړى ځل پكې د دې بريال د خوشالۍ له امله ځوانان د ښار لارو كوڅو او پاركونو ته راووتل او  د كركټ د ملي لوبډلې د اتلوالۍ له امله يې خپلې خوشالۍ په ډاګه كړې.



 


يو شمير كسان چې له غرمې وړاندې د خوست ښار په غازي ببرك خان پارك  كې راټول شوي ول دا هم وويل چې دولت دې په ځينو نورو برخو كې هم ځوانانو ته د كار كولو زمينه برابره كړي ، ځكه چې ځوانان د دې وړتيا لري چې په بيلا بيلو برخو كې هيواد ته غوره لاسته راوړنې ولري.