کور / تازه خبرونه / په زابل کی دماین په یوه چاودنه کی پنځه کسان ووژل شول.

په زابل کی دماین په یوه چاودنه کی پنځه کسان ووژل شول.

چاودنه دنوموړی ولایت دشملزوولسوالی دګلوخیلو په سیمه دملکی کسانو پر یوه موټر رامنځته شوی .
دیوبل خبر له مخی تیره شپه دزابل پر شهرصفا ولسوالی وسلوالو‌‌‌‌طالبانو دسپکو اودرنووسلوبرید کړی .
چارواکی وایی دغه نښتی دوه ساعته دوام درلودی چی مالی او ځانی زیان نه لری .

دغه چاودنه تیره ورځ دزابل ولایت دشملزو ولسوالی دګلوخیلو په سیمه هغه مهال رامینځته شوه
چی یوسراچه ډوله موټر دسړک دغاړی پر یو ښخ شوی ماین وربرابر شو .
دزابل دشملزو ولسوال محمدوزیرجوادي وایی په چاودنه کی ۵ کسان چی ملکی وګړي وژلی شوی دی ،
نوموړی زیاتوی چی ماین په سیمه کی تازه ځای پرځای شوی ووچی په پایله کی یی دده به وینا یاد کسان ووژل شول .
شملزو دزابل جنوب ختیځ طرفته پرته هغه سرحدی ولسوالی چی دګاوندی هیوادپاکستان سره ګډه پوله لری چی اکثره وخت دورته پیښو شاهیده وی .
دیوبل خبر له مخی تیره شپه دزابل پر شهرصفاولسوالی وسلوالو طالبانو دسپکو اودرنو وسلو برید کړی .
دشهرصفاولسوال ښادی جان وایی دغی نښتی مالی او ځانی زیان نه دی اړولی،
قاری یوسف احمدی چی ځان دوسلوالوطالبانو ویاند بولی ددی برید مسولیت پرغاړه واخيستی .
نوموړی وویل ۵ امنیتی سرتیری یی وژلی اودوه موټریی ویجاړکړی دی .
قاری یوسف دزابل په اومکی سیمه کی په یوه بله جلانښته کی د۵ نورو سرتیرو دوژلوعدا هم کوی خوددی ولایت امنیتی چارواکی داعدا بی بنسټه بولی .