کور / رسنۍ / د رڼا مجلې دولسمه ګڼه چاپ شوه

د رڼا مجلې دولسمه ګڼه چاپ شوه


“رڼا” د رڼا مرکز علمي، ادبي او کلتوري دوه مياشتنې خپرونه ده، چې بنسټ اېښودونکى يې حاجي عبدالظاهر قدير او مسوول مدير يې سيد سميع الله سعيدي دى.
د رڼا په دې ګڼه کې هم د تېرو هغو په څېر د دينپوهنې، ادبپوهنې، جوتپوهنې، تاريخپوهنې، وحدت الوجود او نور… په اړه ليکنې او مرکې چاپ شوې.
سرليکنه يې غازي امان الله خان ته د کنځاوو د غبرګون په اړه ده، دوى وايي افغانان تل خپل اتلان ننګونې ته نه پرېږدي او اوس خو يې بېخي د خپل شلېدلي ګرېوان ګنډلو ته پام شوى او دې لور ته پام اوړېدل يې د همدغو ننګونو او پېغورونو له لامله دي…
د رڼا په دې ګڼه کې له استاد فضل ولي ناګار سره مرکه شوې، د پوهنې ډيوه وال تر سرليک لاندې د ارواښاد الحاج استاد صميم الله خان (د پياوړي څېړونکي استاد محمد اصف صميم پلار) پېژندنه او دده په اړه د پوهاند زيار او استاد نګار لاسنيوي چاپ شوي. دغه راز له نجيب الله نايل سره هم مرکه پکې شوې، چې وايي د ژبې Jomla! 1.5 پروګرام ده پښتو کړى او د ژبې کڅوړه Package يې هم له ده سره ده.
د رڼا ددې ګڼې لړليک:
سود د قرآن او سنتو په رڼا کې،
په پښتو شاعرۍ کې تصوف،
ادبي سبک او ادبي مکتب،
له شعر څخه په ليکنه کې څنګه ګټه اخيستلاى شو؟،
عمراني کره کتنه،
د پوهنې ډيوه وال،
په “نا اشنا سندرې” کې د کيسو رواني اړخ،
محرقه،
د دولت او مدني ټولنې اړيکې،
بازار،
فقر د ډېرو بدمرغيو مور،
نيمه شپه،
په پښتو ادب کې د حمزه بابا مقام،
انقلابي شاعر، مدبر واکمن…،
سپورټ،
په سوله او امنيت کې د ځوانانو ونډه،
بېوزله،
غوسه،
بهرنيو هېوادونو ته د غازي امان الله د سفر موخې،
اداره،
هنر او شخصيت،
ښه ملګرى څوک دى؟
او
ګلويونه.
دغه راز د رڼا په انګليسي برخه کې دغه ليکنې راغلې:
China’s Economic to become world’s biggest in 2035
Developing Reading Skills
The Miserable State of Pashto
I. D. S
Who gives complete rights to women: Muslim or Non- Muslim?