کور / رسنۍ / د ستوري مجلې ۴مه ګاڼه د چاپ او پر ليکه شوه

د ستوري مجلې ۴مه ګاڼه د چاپ او پر ليکه شوه


دا د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې خپلواکه، ناپېيلې، کولتوري او ادبي خپرونه ده. مسوول مدير يې عرفان الله کوټوال او مرستيال يې هدايت الله حيات دى. د ستوري د ګڼه په څلور شپېته مخونو کې خپره شوې.
“زما پيغام د مينې او امن پيغام دى” دا د کوزې پښتونخوا د نوماند سندرغاړي همايون خان د مرکې سرليک دى، چې د ستوري په دې ګڼه کې خپره شوې. له همايون خان سره دا مرکه لايق زاده لايق کړې.
د ستوري په دې ګڼه کې دغه ليکنې راغلې:
په اسلامي شريعت کې د مساوات نظريه،
التحقيق الوافي لحل مغلقات القاضي،
غوسه د صحت او يادښت دښمنه ده،
لرغونى افغانستان،
رحمان بابا،
د مرحوم کبير ستوري شخصيت،
په ښوونه او روزنه باندې د نشه يي توکيوه يا د مسکراتو او دوخانياتو منفي او ناوړه اثرات او اغېزې،
رښتين او پښتو د ساپوهنې په رڼا کې،
د پور واده،
د کونړ سيند وايي،
انسان د “انسانيت” لپاره،
حادثې،
خدايه بل د ادب ستورى لانه لاړ،
د افغان ادبي بهير غونډه،
د پښتون دعا،
د ستورو قافلې،
له ولسي شاعر خطاب الله سره نمرکه،
د ستورو کاروان،
له محمدالله کټوازي سره مرکه،
او
پښتانه ستوري.





د ستوري مجلې اداره د خپلو ټولو درنو لوستونکو څخه هيله کوي، چې د مجلې په هکله خپل وړانديزونه او ليکنې د ادارې په پته راواستوي. ترڅو مونږ د لوستونکو په وړانديزونو د مجلې ليکنې کره او بشپړې کړو.


په درناوی
عرفان الله کوټوال 
د مجلی مسوول مدير


د مجلی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ


http://kabirstori.com/index.php?page=StoriMojala&c=StoriMojala_SaloramaGana 
 
عرفان الله کوټوال 
د تنر کلی ـ طلائی بانډه 
د خاص کونړ ولسوالي 
د کونړ ولایت / افغانستان
ټیلیفون :772931465-0093 
magazine@kabirstori.com