کور / تازه خبرونه / ولسمشري ته د اېميل لېږونكى ونيول سو

ولسمشري ته د اېميل لېږونكى ونيول سو

 

آغلې پرتيهبا پټيل


د هند پوليسو يو كس په دې تور نيولئ چي د دغه هيواد ولسمشري پرتيهباپټيل ته يې ګواښونكي ايمېلونه لېږل.
د پوليسو په وينا دغه كس يې د جنوبي ايالت تاميل ناډو څخه تر استخباراتي معلوماتو وروسته ونيوئ.
د رامائينا په نوم دغه ځوان چي د كمپيوټر پروګرامر ځان ښيي له تېرو څو مياشتو راهيسي يې ولسمشري پرتيهبا پټيل ته په ايميل كي د مرګ ګواښونه او پوچ پاش ويل چي پر جرم يې اعتراف كړى او اوس له پوليسو سره بندي دئ.