کور / رسنۍ / ماشوم مجله چاپ شوه

ماشوم مجله چاپ شوه


دا د ماشومانو لپاره د Save the Children (Sweden- Norway) (د ماشومانو ساتنې (سويډن- ناروې) موسسې خپرونه ده، چې دا ګڼه يې د خپرنيز بهير د لړۍ لومړۍ کړۍ ده.
تر کومه، چې ما دغه مجله ولوستله ډېرى ليکنې يې د غټانو (ميندو او پلرونو) لپاره دي، يواځې انځورونه او يو څو لنډې ليکنې يې د وړو لپاره خپرې کړې.
حديث شريف وايي، چې ماشومان د خداى ګلونه دي، د ماشوم په دې ګڼه کې د خداى د همدغو ګلانو په زړه زړه پورې ښکلي ښکلي انځورونه (د ګلونو امېل) له سرليک لاندې خپاره شوي.
دا مجله ټولټال ٤٨ مخه ده، ٤٣ مخه پښتو او پاتې پېنځه مخه يې انګليسي ليکنې دي، چې لړليک يې په لاندې ډول دى:
ماشوم ته د مور د شيدو ورکولو اهميت،
له استاد يوسف حسين زي سره مرکه،
د ماشومانو ساتنې موسسې د کار ګذارشونه،
د سبا مشران پاملرنه غواړي،
د کوچنيانو د سلوک په اړه د پام وړ ټکي،
افغانستان ته د اسلام راتګ او تر اسلام…،
تاندې لښتې،
علم،
ماشومان څه وايي؟،
خپل وطنه! ګل وطنه!،
زه چې ماشوم وم،
پر اولاد د مور و پلار…،
رښتيا ويل،
اکو بکو، سرسيندکو…،
ښکلا او وزير ګل،
سپوږمۍ،
نورو ژبو ته د قرآن کريم د ژباړو په اړه معلومات،
او
ننګرهار کې پر ماشومانو سخت او درانه کارونه کېږي.