کور / سياسي / ʺووايه چې طالبان يې پړه پر غاړه اخلي!ʺ

ʺووايه چې طالبان يې پړه پر غاړه اخلي!ʺ

ليکوال : عبدالحی کاکړ – بي بي سي اردو ، پيښور


ژباړن : بشير ګواښ


ډير وخت  طالبان سمدستي د ځان مرګو بريدونو او چاودنو مسؤليت  په غاړه اخلي خو په پاکستان کې د ميريټ هوټل له چاودنې وروسته نه دوی او نه هم کومې بلې ډلې د پېښې مسؤليت ومانه. حکومت هم نيغ په نيغه کومې ډلې ته ګوته ونه نيوله او پړه يې يوازې د )وطن په دښمنانو( واچوله.


د دې پېښې د مسؤليت د نه منلو له کبله پاکستاني او نړيوالو رسنيو له ځانه  د يو او بل نومونه  اخيستل او هر چا د دې کار لپاه خپل دليلونه لرل. ځينو ويل چې په پېښه کې طالبان لاس لري، ځينو بيا د دومره بريالۍ چاودنې سره د القاعده تړاو نه رداوه او ځينو بيا د جيش محمد نوم اخيست. خو يوه خبره ښکاره وه او هغه دا چې ټول په يوه خوله نه وو او لامل يې دا وو چې هيچا هم د پېښې مسؤليت نه وو منلی. دلته يوه مهمه پوښتنه دا راپيدا کيږي چې کله يو څو ک د پېښې مسؤليت مني، هغه رښتيا وايي او کنه؟


دا پوښتنه ماته له دې کبله هم د پام وړ ده چې زه له څو کلونو راهيسې د قبايلي سيمو، سرحد ايالت او د افغانستان د ختيځ او جنوب څخه خبرونه ورکوم  او ډير مهال د داسې خندوونکو دعوو او مسؤليت منلو سره مخ شوی يم. د بېلګې په توګه …


کله چې د ستمبر په  دريمه پاکستان لومړي وزير، يوسف رضا ګيلانی په موټر ډزې وشوي نو ماته يو مشهورطالب قوماندان ټيليفون وکړ او  وي پوښتلم چې څه نوي تازه شته او کنه؟ ما ورته د لومړي وزير د پېښې په اړه وويل. هغه حيران شو او وي ويل. ))ښه! دا کار کله شوی؟(. زما له اوږد ځواب وروسته يې  په خندا وويل. )) پېښه زمونږ په کاته کې واچوه او په خبر کې دې ووايه چې طالبان يې پړه په غاړه اخلي. ورزياته کړه چې دا په سوات او باجوړ کې د پاکستاني پوځ د عملياتو غبرګون دی.((


دوهمه بيلګه د ۲۰۰۴ کال ده. په کراچۍ کې د پوځ په يو اعلی افسر ډزې شوي وي. مونږ د طالبانو وياند ته  د هغوی د نظر د معلومولو لپاره ټيليفون وکړ. هغه اول له مونږ د تفصيلاتو غوښتنه وکړه او بيا يې وويل چې )دا کار مونږه کړی(.  


دې ته ورته نورې بېلګې هم شته چې طالبان هيڅ بې هيڅه د پېښو مسؤليت په غاړه اخلي. ډير وخت چارواکي د داسې پېښو د څيړنو وعدې کوي خو بيا وروسته هيڅ پته نه لګي چې د پېښې اصلي عاملين يې څوک دي.  د پېښو نه څيړنه داسې شکونه راولاړوي چې ځينې پيښې کيدای شي طالبانو کړي وي خو ځينې بيا داسې شيان دي چې نورې ډلې پکې لاس لري. د پېښو نه څيړنه او د طالبانو مسؤليت منل داسې ډلو ته د پټيدو زمينه برابروي.