د راتلوونكي ژمې لپاره د ميدان وردګ ولايت د بيړنيوو مرستو غوښتنه کوي ، دا خبره د ميدان وردګ ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره سوې اعلاميه کي ياده شوېده ، اعلاميه په دې ډول ده :
د تلې ٢١، ١٣٨٧
ميدان وردګ ولايت د خپلو ولسونو لپاره مخكې د ژمني موسم او واورو د وريدلو او بيړنيو حالاتو په اړه د مركزي حكومت په بېلابېلو ادارو، ملي پانګوالو،مرستندويه موسساتو او په ملګرو ملتونو غږ كوي چې د بيړنيو حالاتو د پيښيدو مخكې ددې ولايت له مستحق ولس سره خپلې مرستې او كومكونه د دې ولايت د اضطرار كميټې په واك كې وركړئ ترڅو ددې ولايت اړين خلك د ژمي په وخت کې له ممکنه انساني تلفاتو څخه و ژغورل شي.
د ميدان وردګ ولايت چارواکو، محلي شوراګانو، ولايتي شورا او د ملي شورا غړو په راتلوونکې ژمې کې د ولس د ستونزو د حلولو په موخه په ملي او نړېوالو مرستندويه ټولنو غږ کوي چې ددې ولايت له اړ ولس سره لاندې مرستې په عاجله توګه وکړي:
په ميدان وردګ ولايت كې د (۳۹۹) كيلومتره لويو لارو دپاكولو لپاره د فوايد عامي له رياست سره د واورو د پاکولو د وسايلو او غذايي موادو او د ژمي د کاليو مرسته. څنګه چې د ميدان وردګ ولس اکثره ځوانان او سړي بيکاره دي، دا به د ژمي په موسم کې له دوي سره د کار په موندلو کې پوره مرسته وکړي.
د ميدان وردګ ولايت په ٨ ولسواليو کې د ٧٠١ کيلومټره فرعي او كليوالي سړكونو له واورو پاکول.
د ميدان وردګ ولايت د (۳۰۰۰۰)ديرش زره كورنيو سره دغذايي موادو،كمپلو، خيمو، ترپالونه،دپخلنځي سيټونه، ژمني كالي ، بخارۍ ، سوند مواد مرسته کول.
د ژمي او نورو اضطراري مرستو لپاره لس استحكامي پلونو، درې وسايطه امبولانس،دوه د اطفايي مکمل او مجهزو موټرونه، دوه د اوبو ټانكرونه اود عاجلو پېښو پر وخت د ولسواليو سره د اړيکو د ټينګولو او دولسواليو اضطراري كميټو لپاره د (١٠) سټلايټ سيټونو مرسته کول.
دعامي روغتيا په برخه كې د ١ ټڼ دواء درملو مرسته کول.
، دكرنې په برخه كې د (۱۰۰۰) ټنه اصلاح شويو تخمونو، ١٠٠٠ ټنه كيماوې سرې (يوريا)، د حيواناتو دانتركس او انترتوك سيما ناروغيو لپاره واكسينو رسول ترڅوحيوانات د مرګ څخه وژغورل شي
د كورنو او كرنيزو ځمكو،ځنګونو او د کليو دسيلابونو د تخريب څخه دمخنوي لپاره لږ تر لږه د ١٠٠٠٠ ګبينونو برابرول.
ميدان وردګ ولايت يوه غرنۍ ولايت دى چې ډيرې خلك يې كرهڼه او مالدارۍ بوخت دي د كمو ځمكو په درلودلو له امله د ژوند لومړي اړتياوې نه شي پوره كولاى ،د يوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو لپاره يې زياتره خلك ګاونډيو هېوادونو ته تګ ته مجبور شوې دي. همدارنګه د پرلپسې وچكالۍ او په ژمې كې دسختو سړو له امله اکثره وخت د ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان وي،د بې كارۍ ستونزې ددې ولايت په اقتصادي حالت ناوړه اغيزې كړي. كه د ولايت په كچه محاسبه شي په سلوكې ۷۰% څخه زيات خلك يې فقر او لوږې سره مخامخ دي.
د ميدان وردګ والي محمد حليم فدايي وايي چې موږ دټولو دولتي او نادولتي اداروپه ځانكړې ډول دملګرو ملتونو څخه هيله لرو چې د بيړنيو حالاتو پيښيدو څخه مخكې خپلې مرستي د ميدان وردګ ولايت د اضطرار كميټې په واك كې وركړئ ترڅو زموږ بيړنې اړتياوې او لومريتوبونه پوره شي او په سختو حالاتو كې چې د تګ راتګ ستونزې موجودې وي خپل مرستندويه توكيي د خلكو په واك كې وركړو.